مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2012-12-27   مخپرونکئ : 098 - دبېنوا اداره - کابل

یا زه نه وای او یا زه !

نثار ژوند

 

په دې هیواد کې به داسې خبر وانه ورې چې د سړي زړه پرې یې اوبه وڅښي . دلته ژوند یوې داسې تراژیدۍ ته ورته دی چې هره شیبه دسړي پر مرۍ خپله بې رحمه چاړه را تیروي . په دې وطن کې د ویر تغر خپله لمنه نه ټولوي او غواړي ډیر داسې نور په خپله لمن کې را ونغاړي . ددې بې ګناه وګړو نه د ژوند اخیستلو کیسه نه ختمیږي . دلته څنګه د سړي احساسات ونه مري . نن مې بیاهم له معمول سره سم په شنه سهار یوه خبر ، خو په ډیر اوچت توپیر سره د روسې یرغلګرو دټانګونو اوازنو احساساس زخمي کړل . له دې یرغل نه کلونه کلونه تیر شول چې لا تر اوسه یې څرګند اغیز ددې هیواد په هره برخه کې تر سترګو کیږي . خو اوس دا وطن د ګانډیو د استخباراتو په یو ستر مرکز ګرځیدلی دی . د لالا معبوعاتي دفتر تیره ورځ رسنیو ته وویل چې ژر ترژره به په برید ګر د بریدګرې ! پایلې جوتې کړې ، خو سهار مې چې کله راډیو چالانه کړه هماغه د اټکل خبره وه ، پزه دې پرې شه حکومته ! پر تاباندې به دا اولس څنګه باور وکړي ، چې یوه ایراني طبعه جاسوسه ستا دهیواد پولیسه شې . وایي پک خو مې لیدلی و ، نه ماغزه وتلي . پر کلتوري یرغل خو دې یې هسې سترګې پټې کړي دي ، په بیلابیلو تلویزیونو کې ستا پر ژبه تیری کیږي ، په ولایتونو کې ستا د کلتور د ځپلو له پاره راډیو ګانې جوړي او په خپله خوښه خپرونې کوي ، ایراني اخوندان له تهران څخه درته مجلې لیږي او ستا د ماشوم د ذهنونو د اړولو له پاره پکې هڅه کیږي ، خو دا دی نن یې ستا حکومت ټولې نړۍ ته په دوه روپۍ کړ . ته یرغل څه ته وايي ؟ ایا یواځې ټانګ ، تیارې توپ ته یرغل و وايي ؟ که وايي نو په دې رنجو به دې هم سترګې تورې شي.

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery