دخپریدو نیټه : 2013-01-05 مخپرونکئ : 098 - دبېنوا اداره - کابل
مه غولیږئ
فضل الله رشتین
په دنیا کې ډول ډول خوراکونه پیدا کیږي ، ځیني خوراکونه صحت ته ګټه رسوي او ځیني یې نه رسوي ، نو هرچا ته په کار دي چې که یو خوراک يې سترګو ته هر څومره ښکلی ښکاره شي نو تر هغه وخته دې ورباندې نه تیر ووځي تر څو چې یې فایده معلومه شوي نه وي ، یعنې که یو ځل یې دا خوراک وخوړ او ناوان یې ورته ورساوه نو بیا دې نه خوري ، ځیني وختونه یو څوک ښه ښایسته خوراک وکړي خو هغه یې صحت ته تاوان رسوي ، نو له داسې خوراک څخه پرهیز په کار دی ، همداشان ډیر ظاهری زاهدان شته چې د زهد جامې یې په تن کړي خو په اصل کې دا زاهد نه بلکې فریبکار دی ، نو تر څو چې د یو زاهد اصلیت معلوم شوی نه وي نو باور کول ورباندې لازم نه دي .
یو ولسمشر ډیر ې وعدې کوي ، خلکو ته رنګارنګ امیدونه ورکوي خو یوه وعده هم سرته ته نه رسوي نو په داسې ولسمشر هم باور په کار نه دی په داسې ولسمشر اعتماد کول له ځان سره او وطن سره خیانت دی ، داسې ولسمشر باید په هره وسیله چې وي له منځه یوړل شي .
په یو داسې عالم باندې هم اعتماد کول په کار نه دي چې د علم دعوی کوي خو په منځ کې په هیځ نه پوهیږي ، لازمه ده چې د عالم د علم حقیقت څرګند او بیا ورباندې اعتماد وشي .
ډیر خلک دي چې پنځه وخته لمونځونه کوي خو لازمه نه ده چې دده په لمونځ کولو څوک تیر ووځي ، مهم شی دده اعمال دي ، ایا دی د لمونځ د ادا کولو په څنګ کې له خلکو سره ښه چلند او معامله کوي ؟ که چیری یې له خلکو سره چلند او معامله اسلامي او انسانی وي نو بیا ورباندې باور په کار دی .
همداشان په هیڅ وزیر او وکیل اعتبار په کار نه دی تر څو چې یې په واقعي ډول د خلکو او ولس خدمت نه وي کړی ، ډیر وکیلان دي چې د ټاکنو څخه د مخه خلکو ته وعدې ورکوي خو کله چې وکیل شي نو بیا د خپلو موکلانو ټلفون ته ځواب نه ورکوي ، داسې وکیلان له ولس سره خیانت کوي او چې له ولس سره خیانت او جفا کوی نو دا جفا په حقیقت کې له خدای سره جفا او خیانت ګڼل کیږي . همداشان هغه وزیران چې له ولسونو سره د خدمت کولو وعدی کوي ، په قران قسم خوری چې د هیواد ټول ولس ته به په یوشان خدمت کوي ، خو کله چې وزیر شي نو بیا د خپلو خپلوانو ، دوستانو خدمت کوي او د خپلو سمتي او مدهبي منافعو لپاره په فکر کې وي ، داسې وزیران د خدای دوستان نه دي بلکې د خدای دوستۍ ته نه کوری او د خدای له اوامرو څخه سر غړونه کوي، دوي غاړې بندې دي.
ډیر داسې خلک شته چې د وطن دوستۍ دعوی کوي ، په داسې خلکو تر هغه وخته پورې باور په کار نه دی تر څو چې یې خلکو ته د وطن پرستۍ ثبوت وړاندې کړی نه وي ، دا سې خلک چې په ظاهر کې د وطن پرستۍ شعارونه ورکوي او په باطن کې وطن فروشي کوي ، له دوي څخه نور پست خلک نشته.
ډیر داسې کسان شته چې د خلکو په وړاندې ځانونه با وقاره ښکاره کوي خو دوي په اصل کې ډیر بی وقاره خلک دي ، نو تر څو چې په واقعي معنی د چا وقار ثابت شوی نه وي نو په هغوي یقین کول ګناه ده او د خلکووقار د هغوی له خبرو او په مجلسونو کې د ناستې ولاړې څخه معلومیږي.
ډیر داسې ځوانان دي چې د ځوانۍ په مستۍ کې په احساساتي ډول د خدمت وعدې ورکول خو په عمل کې د کاسې لاندې نیم کاسه راوځي ، په داسې ځوانانو هم اعتبار په کار نه دی چې د احساساتو له مخې بې ځایه وعدې ورکوي او د تجربې پرته بې ځایه لاپې وهي.
همداشان لیدل کیږي چې ډیر شمیر دکانداران د خپلو د خرڅلاو د شیانو صفتونه کوي ، او قسمونه خوري چې دا شیان ډیر ښه دي ، دوي د پیرودونکو په سترګو کې خاورې اچوي او خپل شیان ورباندې په چل او ول خرڅوي نو تر څو چې د شیانو اصلیت معلوم شوی نه وي نو د دکاندار په چالبازۍ یقین په کار نه دی .
په تظاهر غولیدل د انسان لپاره مصیبتونه او تکلیفونه پیدا کوي، بهتره ده چې په هر کار او هر څه کې سوج وشي او له تجروبو او د مشرانو له مشورو څخه کار واخستل شي.