دخپریدو نیټه : 2013-01-16 مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل
سپين سرويس بوټان
نوربادشاه(درويش)
ورځ وه خو د اشتاقو په تول كي لاړم.چابه چي د بازار نوم راته واخيست نو فكر مي كاوه چي سپينې ماڼۍ ته ځم.سره د دې چي عمر مي هم ډير تير شوى وه.دسپينې ماڼۍ نوم مي د سكندر په يوولسمه كه د ستمبرپه يوولسمه زده كړى وه.چې په هغه ورځ څه تندر پرې راپريوتى وه ځكه چې كله ناكله خوپه سرو بانجانو هم ږلۍ اوري.لنډه دا چى لومړۍ ورځ مي بازار ته د تللو نيت وكړ.سترګې مي تر اورميږه تورې كړې.د ښي لاس د كوچنۍ ګوتې نوك مي ښه اوږد پرايښى وه.دسرويښتان مى ښه په مقناطسي تيلو لت پت كړل.هغه څه بلا يې بولي تيرى نام كه ميرى نام په هغه شان مې د سر په تره بېل كړه.د پرتوګ خولې مې تر ټيټه كيو پورى راپورته كړې.غنم رنګې جرابې سپين پلاستكي بوټان مې ښه لوڅ كړل.د پرتوګ خولو دپورته كولو په وخت مې داسې احساس وكړ لكه چي په هيلي كاپتر كي ناست يم هوايي هوايي كيدم.له خونده يي مزه ډيره وه ځان سره مي وويل دوي خو ګرم نه دي چي داسې كوي.
د بازار دسر دوكانونوته ورسيدم ناڅاپه شاته ته شوم د يو ديوال تر څنګ پټه خوله ودريدم هغه د چا خبره لكه دوي چي د مارجې د جنګ په وخت كې د راپور اخيستلو په موقعه پټيږي.دا هم له هغه جنګ څخه كم نه وه ځكه چي په يو داسې چا مي سترګې خخې شوې لكه زما په شان بې چاره يي چې په خوبونو كې ويني.وس يي نه وي خو په شعرونو كې يي يادوي.زما هم نور وس نه وه څه مې كړي واى لومړۍ ورځ مي وه په ډېرې ناهيلي سره كورته راروان شوم غټې او پلنې ګوتې مې د شيخانو د تسبحو په څيراړولې را اړولې.مقناطسي تېلو اوږدو نوكانو تيرې نام ويښتانو اود پرتوګ خولو پورته كولو ته چا لفټ را نكړ.
۱۳۸۸\\۱۱\\۳