د انفلوانزا ناروغی د اړوند ویروس په مټ چی یوبل ته یی دلیږدولو وړتیا خورا لوړه ده ، منځته راځی او په ډله ایز ډول د ټولنی غړی پری اخته کیږی . یوبل ته دلیږدولو لاری یی مخامخ اړیکی لکه په غیږ کی نیول ، مچول او نوری ، نامخامخ اړیکی لکه په ویروس باندی په ککړ شوو شیانو لاس وهل او همدارنګه په ویروس د ککړی شوی هوا تنفس کول دی .
د ناروغۍ نښی نښانی :
انفلوانزا په ناببره تبه ( د ۳۸ درجو څخه لوړه ) پیل کیږی . د عضلو دردونه ، د سر درد ، ریږدیدنه ، د ستونی درد ، په ځینو حالاتو کی قی وهل او ان اسهال هم کیدلای شی ور سره تړلی وی . داناروغی په عادی ډول د ۲ څخه تر ۷ ورځو پوری غځیږی . د ډیریو سره انفلوانزا بیله څه ځانګړی تشویشه تیریږی مګر ځینی بیا دومره زوروی چی خبره په روغتون کی تر بستره پوری رسیږی او ان کله نا کله خولا د مړینی لامل هم ګرځی .
همدا اوس اوس چی د ژمی موسم او د انفلوانزا ناروغی په ځانګړی توګه په اروپا کی ډیرۍ کسان د کار دلیکو ایستلی او په بستر کی یی تړلی دی . د همدی کبله ټولی رسنی په یوه یا بل ډول اړیکی ورسره نیسی ، پر بیلابیلو اړخونو یی رڼا اچوی او خلګو ته یی په اړه پوهاوۍ ورکوی . زه هم غواړم د ځینو ډنمارکی چاپی او انترنیټی رسنیو څخه را غونډ کړی مالومات تر خپلو وطنوالو پوری د پوهاوۍ په موخه ورسوم ، هیله ده په ځیر یی ولولی درد یی وخوری .
موسمی انفلوانزا معمولا په کال کی یو ځل سر وهی او کوښښ کوی د هرچا خبر واخلی . لکه څنګه چی تجربه ښئی دا ناروغی د شپږو څخه تر ۷ اونیو په موده کی د ټولنی د غړو تر منځ لاس پر لاس کیږی او یو بل په اخته کوی . د یوی ویروسی ناروغۍ په توګه انفلوانزا د اړوندو واکسینو تر پوښښ لاندی راځی چی معمولا د یوه کال دپاره د انسان بدن د هغی په وړاندی د مقاومت وړتیا تر لاسه کوی . باید په یاد ولرو ، ددی دپاره چی واکسین بشپړ اغیز و ښئی ، دوو درو اونیو وخت ته اړتیا لری یانی فوری اغیز نه ښندی . ځکه نو پکار ده د ژمی د موسم د را رسیدو په درشل کی نوموی واکسین واخیستل شی .
د انفلوانزا ویروس د څو لارو کولای شی یوبل ته ولیږدول شی چی تر ټولو پراخه لاره یی د ناروغ شوی کس ټوخل یا نوږل دی . پدی توګه د ناروغ انسان د تنفسی سیسټم نه ډیر واړه څاڅکی ( قطری ) وځی ، په هوا کی خپریږی او ددی لاری و روغ انسان ته دهغه د تنفسی سیسټم د لاری ور دننه کیږی . دغه واړه څاڅکی کیدلای شی د ورځنی اړتیا وړ اجسامو پر سطح لکه د دروازی دستګیرونه ، د تلیفون ګوشی ، د کمپیوټر ماوس ( موږکۍ ) ، کیبورډ یا نورو ورته شیانو باندی پریوزی او کله چی روغ کسان په هغو لاس ووهی ، نوموړی ویروس یی دلاری بدن ته رسیږی او ناروغی رامنځته کوی . کله څنګه چی وینو دا ټولی هغه لاری دی چی ډیرۍ کسان ورباندی د اخته کیدو چانس ترلاسه کوی . د انفلوانزا ویروس معمولا دری ډوله لری . که د هر یوه دلاری سړی ناروغ شوی وی ، کیدلای شی د یوه کال د پاره مقاومت ترلاسه او دبیا اخته کیدو چانس یی لږ دی . په انفلوانزا باندی یو ځل ناروغ شوی خلګ کیدلای شی په کومی بلی ناروغی اخته شی چی نښی نښانی یی انفلوانزا ته ورته والی ولری لکه ساده ریزش او زکام ، دستونی التهابی کیدل او د تنفسی سیسټم نوری ناروغی چی د ژمنی موسمی ویروسونو له مخی ر اپیدا کیږی . ددی ناروغیو د رامنځته کیدو له کبله ډیری کسان داسی فکر کوی چی ګویا دویم ځل د انفلوانزا په غیږ ورغلی دی .
د تنفسی سیسټم ناروغی او انتی بیوتیک :
د داسی ناروغیو په اخته کیدو سره لکه انفلوانزا ، دستونی التهابی کیدل او زکام ، پرخپل ډاکتر باندی فشار مه اچوی چی باید انتی بیوتیک درکړی . پداسی حال چی تاسی د تنفسی سیسټم په انفیکشن ( عفونی کیدو ) باندی اخته شوی یاست ، پنسیلین او نور انتی بیوتیک پدی کله ګته نه در رسوی . داډول عفونی کیدل د هغو ناروغیو لویه برخه جوړوی چی له کبله یی موږ د درملنی پخاطر خپل ډاکتر ته ور ځو . سره ددی چی انتی بیوتیک د دا ډول ویروس په درملنه کی ګټور ندی ، خو بیا هم محاسبی ښودلی دی چی د ټولو هغو انتی بیوتیک درملو ۶۰ سلنه چی ډاکتران یی ناروغانو ته لیکی ، د تنفسی سیسټم د ناروغیو پخاطر دی . ددی کار یو لامل دادی چی پدی سره هم په ځانګړو ناروغانو او هم په ټولنه کی مقاومت لوړ ځی .
یو د بنستیزو لاملونو حخه چی ډاکتران ناروغانو ته د انتی بیوتیک درملو نسخه لیکی ، هغه د ناروغانو لخوا پر ډاکترانو باندی فشار اچول دی . دا پدی هیله ده چی ناروغان غواړی هر څه ژر روغ او مطمئن اوسی . خو داچی انتی بیوتیک درمل د ژمنی ویروس له کبله په تنفسی سیسټم کی د راپیښو شوو ناروغیو ( لکه زکام او نور ) په وړاندی د درملنی وړتیا نلری ، پدی اړه ډاکتران همږغی دی . د ډنمارک د Aarhus په پوهنتون کی د عادی درملو متخصص ښاغلی Hans Christian Kjeldsen پدی اند دی چی ددغو ناروغیو پرمهال باید ناروغ پریښودل شی چی بدن یی پخپله ځان ترمیم او یوازی د ټوخی شربت او د بلغمو د حل کونکی دوا په کارولو سره د ناروغۍ شدت ارام کړی او یا ناروغ په داسی ډول ویده شی چی سر یی لوړ وی . دا ډول ناروغان کولای شی لدی برسیره ځانونه ګرم وساتی ، د فزیکی او روانی فشارونو څخه ځانونه وژغوری . یوازی هغه وخت که په ناروغانو کی داسی نښی نښانی ولیدلی شی چی د باکټریا د لامل ښکارندویی کوی ، پکار ده ناروغ ته پنسیلین ورکړل شی .
د زکام او انفلوانزا د نښو نښانو توپیرونه
نښی نښانی انفلوانزا ( په چټکۍ مخته ځی ) زکام ( په سستۍ مخته ځی )
تبه دری څلور ورځی تر ۴۰ درجو پوری وی ندرتا لیدل کیږی
د سر درد په عادی ډول موجود وی ندرتا
د عضلو او بندونو دردونه معولا شدید وی لږ لیدل شویدی
ستړیا او خستګی
معمولا څو اونی دوام مومی کله نا کله وی
ناراحت کوونکی سټریاوی
یوازی د ناروغۍ په پیل کی وی هیڅکله هم نه وی
ټوخۍ
معمولا وچ ټوخۍ وی معمولا د بلغم سره وی
د پزی بندوالی
کله ناکله وی معمولا ور سره تړلی دی
نوږل
کله نا کله وی همیشه وی
د ستونی درد
کله نا کله وی معمولا وی
د ژمنی ناروغیو په وړاندی د مقاومت لاری چاری : په لاندی ډول کولای شو د نوموړو ناروغیو په وړاندی دخپل بدن مقاومت لوړ او له مخی یی د ناروغۍ اغیز ټیټ کړو :
1. ۱ ــ کوښش وکړی دناروغۍ پرمهال خپل مورال جګ وساتی او دخفګان په څپو کی لاهو نه شی ځکه چی د مورال په ټیټیدو سره د بدن مقاومت هم لوړ نه پاته کیږی . ځکه نو پکار ده په هغو کارونو لاس پوری شی چی سړی خوښ ساتی .
2. پدی وخت کی باید ویټامین ( D ) په پوره پیمانه واخل شی . ډنمارکی ډاکترانو د لومړی کسانو په توګه دا کشف کړه چی زموږ دبدن د دفاعی سیسټم وړتیا په بشپړ ډول پدغه ویټامین پوری تړلی ده چی په مټ یی فعال ساتل کیږی . په وینه کی د نوموړی ویټامین کمښت بیله دغی ناروغۍ نه هم نور زیانونه رامنځته کوی .
3. داچی دا ناروغی د ژمنی موسم سره تړاو لری ، نو د امکان درلودلو سره سم ښه داده چی د ژمی د تاریکو ورځو پرمهال و هغو سیمو ته سفر وشی ، چیری چی د لمر وړانکی پریمانه تر لاسه کیږی او پدی توګه په طبعی ډول ( ډی ویټامین ) واخلی . خو دا امکان بیا هرچاته پلاس نه ورځی ځکه نو اړینه ده چی د ورځی د ۳۵ میکروګرام په کچه ( ډی ویټامین ) تابلیت واخیستل شی .
4. تل مو لاسونه په صابونو ښه پریمینځی او پدی توګه یی د میکروبونو څخه پاک کړی . پدی سره په زکام ، انفلوانزا ، اسهال او نورو هغو ناروغیو باندی د اخته کیدو چانس کمیږی چی دتنفسی سیسټم سره تړاو لری .
5. د یاده و نه باسی چی د کاغذی دسمالونو بسته په جیب کی درسره ولری . ددی ویروس د اخیستلو د لومړی سر نه د ټوخلو یا نوږلو پروخت د یو واری ( یک مرتبه ای ) کاغذی دسمال نه کار واخلی او خولی ته یی ونیسی ، وروسته یی په خوندی ځای کی چی د نورو لاسرسۍ ورته نه وی وغورځوی او بیا مو لاسونه پاک ومیځی .
6. د زکام او ورته ناروغیو پروخت خوب او په ځانګړی توګه د شپی لخوا خوب ډیر ګټور دی . هغه کسان چی دشپی لخوا تر ۷ ساعته لږ خوب کوی او یا په دوره ای ډول ویښ او بیده وی ، په زکام باندی یی د اخته چانس دری ځله زیات دی . څیړنو ښودلی ده چی دشپی پرمهال ۷ – ۸ ساعته ژور خوب د بدن د دفاعی سیسټم وړتیا زیاتوی .
7. کوښښ وکړی د سړی هوا پرمهال تاودی جامی واغوندی ځکه چی یخنی ددی ډول ناروغیو په وړاندی انسان کمزوری کوی او ورباندی د اخته کیدو چانس یی زیاتوی .
8. دشیدو د تیزابو باکټریاوی لکه Lactobacillus aciddophilus چی په تریوو لبنیاتو لکه مستو کی ډیر پیداکیږی ، د ویروسی ناروغیو په وړاندی دبدن دفاعی وړتیا جګوی او ورڅخه ګټه اخیستل اړین کار دی .
9. هغه کسان چی منظم ډول مناسب ورزش کوی او یا فزیکی فعالیت لری د نورو کسانو په پرتله تر ۱۸ سلنی پوری لږ په زکام اخته کیږی . هغه کسان چی ډیر وخت پر کوچ باندی په ناستو تیروی ، کیدلای شی په کال کی دوه دری ځله په زکام اخته شی . ورزش یا په تازه هواکی چکر وهل پدی اړه ډیر ګټور دی .
10. د خفګان ، سترس او روانی فشار څخه ځان وساتی . داسی خفګان پر هر چا باندی راتلای شی مګر په مزمن ډول دا حالت دفاعی سیسټم دړی وړی کوی او مقاومت له منځه وړی . سترس که روحی یا فزیکی وی ، په دواړو حالتونو کی د ویروسونو یرغل او د تنفسی سیسټم عفونی کیدو ته لاره پرانیزی .
11. تندرسته او دمقاومت لوړونکی خواړه وخوری . دا کار هم د ژمنی ویروسی عفونی کیدو مخنیوی کوی . هوږه ، چای ، پوڅکۍ ( سماروق ) ، جودر ، اوربشی ، کرم ، شات یاعسل ، د پټاټو ځینی ډولونه او نور پدی موخه د خوړلو دپاره ګټور توکی دی .
12. دسګریټ څکولو او الکولو چښلو څخه تیرشی چی دا توکی د بدن دفاعی سیسټم اغیزمن کوی .
ددی د پاره چی دبل ناروغ څخه ویروس وا نخلی او یا که ناروغ یاست ، بل چاته خپل ویروس و نه لیږی ، لاندی ټکی په پام کی ونیسی :
a. دهغو کسانو سره چی په ناروِغۍ اخته دی ، د ډیر نژدیوالی څخه ځانونه وساتی .
b. که پخپله ناروغ یاست نو په کور کی پاته سی ، کار ، ښوونځۍ او نورو ته مه ځی .
c. د ټوخلو یا نوږلو پر وخت ددی پرځای چی د لاس ورغوی خولی ته نیسی ، پکار ده چی د یوځلی کاغذی دسمال نه کار واخلی او که داسی امکان تر لاسه نه شو ، نو په خپل لستوڼی کی دننه وټوخی .
d. په منظم ډول او په ځانګړی ډول د ټوخلو ، نوږلو او یا پزی ټک وهلو وروسته لاسونه په صابونو ښه ومینځی . کوښښ وکړی چی په خپلو سترګو ، پزه یا خوله کی ګوتی و نه وهی .
e. کوښښ وکړی د ګډو کارولو شیان تل په عفونی ضد موادو سره پاک وساتی .
یادوونه : د نوموړی ناروغۍ په اړوند ددی لیکنی ارقام او د اړین مالوماتو ډیره برخه د ډنمارکی ژبی ورځپاڼی (24timer.dk) د ۱۱/۱/۲۰۱۳ ګڼی څخه تر لاسه شوی دی .
پای