دخپریدو نیټه : 2013-01-25 مخپرونکئ : 098 - دبېنوا اداره - کابل
زوی ته لیک
حسیب الله نوری
ګرانه زویه :
هغه وخت چې زه زوړ شوم او د کار کولو ځواک راسره موجود نه وو
که کوم وخت مې د ډوډۍ خوړلو په مهال جامې چټلې کړي او یا مې جامې نه شوای اغوستلای
که مې خبرې تکراري او خسته کوونکې وي .
صبور اوسه او درک مې کړه
په یاد راوړه کله چې کوچنی وي د ورځې به مې څو ځله ستا جامې در بدلولې
ستا د تفریح لپاره اویا هم ستا د ویده کولو پروخت مې څو څو ځله داستانونه درته ویل
هغه وخت چې نه غواړم حمام ته ولاړشم ما مه ځوروه او بد ویل مه راته کوه
هغه وخت چې بې خبره له دنیا او پرمختګونو څخه سوالونه کوم ، په تمسخر سره ماته مه ګوره
هغه وخت چې د کلماتو په کارولو کې رانه اشتباه کیږي او زر مې څه یاد ته نه راځې ، فرصت راکوه او مه په غوصه کیږه
هغه وخت چې پښې مې په لاره د تلو ځواک نه لرې لاسونه راکړه ... هماغه ډول چې تا په کوچنتوب کې خپل لومړي قدمونه زما تر څنګ واخیستل ...
هغه وخت چې وایم نور نه غواړم ژوند وکړم او غواړم مړ شم ، په غوصه کیږه مه ... یوه ورځ به په خپله پوه شي...
لدې چې ستا تر څنګ یم او ستا مزاحم یم ، خسته کیږه او په غوصه کیږه مه
ملګرتیا مې وکړه لکه څرنګه چې ستا ملګرتیا مې وکړه
مرسته مې وکړه چې ستا په ملګرتیا او توان سره دا لاره را لنډه کړم
زوی جانه ، زما د زړه ټوټې مینه درسره لرم