دخپریدو نیټه : 2013-02-17 مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل
دا ولی ؟
نثار احمد صمد
نن د عمل ورځ ده بېله حسابه ، خو سبا د حساب ورځ ده بېله عمله
مګر ډیروعبادت په عادت سره اړولی دی
او دین یې په سیاست سره اړولی دئ
موږ اکثریت ډېر سیاست خو لږ عبادت کوو
ډېر غیبت خو لږ صفت کوو
ډېره ښرا خو لږ دعا کوو
ډېر خاندو مګر لږ خوشحاله یو
دا ولی ؟
آسانتیاوي ډېري خو راحت لږ لرو
عالي تحصیلي اسناد خو کښته استعداد لرو
وګورﺉ پوهه څونه « ډیره ! » لرو خو عامه درک مو څونه لږ دئ
کارپوهان ډېر لرو خو حل لاري لږ لرو
دواوي ډېري خو روغتیا لږ لرو ؛
موټر تېز چلوو خو مقصد ته ناوخته رسېږو
ډېر ثروت او شتمني لرو خو بیا هم مفلس او غریب یو
دا ولی ؟
ډېري خبري مګر لږ عمل کوو
خورا ډېر درواغ وایو خو بیخي لږ نتیجه اخلو
ژوند جوړول مو ښه زده دي خو ژوند کول مو زده نه دي
لوړ مقام خو کښته تربیه لرو
پر ژوند مو کلونه ډېر ورزیات کړي دي خو پر عمر مو ژوند لږ ور زیات کړی دئ
لوړي ودانۍ لرو خو کښته طبعه لرو
لویي لاري خو تنګ لید لوري لرو
دا ولی ؟
ډېري پیسې خرڅوو لاکن لږ شیان لرو
ډېر اجناس رانیسو خو لږ خوند ځني اخلو
ډېر لیکو خو لږ په یادوو
ډېر پلانونه جوړوو خو لږ ئې عملي کوو
تلوار مو هضم کړی خو صبر مو بایللی دئ
عاید مو ډېر خو لاس مو تنګ دئ
کمیت مو خورا دروند مګر کیفیت مو خورا سپک دئ
دا ولی ؟
لوی اشخاص لرو خو ټیټ شخصیتونه لرو
ډېر فرصت لرو خو لږ وخت لرو
ډول ډول خواړه مګر خرابه تغذیه لرو
ژوند مصرفوو د پیسو لپاره ، نه پیسې د ژوند لپاره
خارجي فضا مو فتحه کړې ده خو دا خلي فضا موږ فتح کړي یو
اټوم مو مات کړی دی خو ظلمت مات کړي یو
تر هر چا په مرګ ډېر پوهېږو خو تر هر چا مو قیامت لږ په یاد دئ
دا ولی ؟
صحبت مو ډېر خو ریاضت مو کم دئ
د پنځو حواسو څخه لږ کار اخلو خو شپږم حس یعني بد ګوماني ډېره کاروو
حلال نه خوښوو خو په حرام پسي غوټې وهو
ظاهر او ریا مو خورا ډېره خو باطن او تقوا مو خورا لږ ده
وګورﺉ ! ډېر ژر عصباني کېږو
چي ناست یو نو ټلوېزیون ډېر ګورو
تر ډېره ویښ یو
له خوبه نا آرامه راویښېږو...
دا ولی ؟
موږ تل خدای ته وایو چي مشکل لرو خو خپل مشکل ته هیڅ نه وایو چي خدای لرو
دیني عالم مو له دنیوي علمه او دنیوي عالم مو له دیني علمه بی خبره دی
غیبت مو عادت کړی خو اسلام مو بدعت کړی دئ
بل ته لاره ښیو مګر په خپله بې لاري یو
جنګ ډیر بد ګڼو خو سوله په جنګ سره راوړو
دعاوي کوو خو هغه نه قبلېږي
آیا دا د زندګي او بندګي بربادي نه ده ؟
آیا پوهیږې چی دا هر څه ولی ؟
هو ، اصل مو فرع کړی او فرعی مو اصل کړی دی
او پیدا یو عبادت له ، خو روان یو عداوت له !
( الذاریات : ۵۶ )