دخپریدو نیټه : 2013-03-07 مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل
تصوير فرمايلي
اټک يوسفزی
ټول مشران راټول شول او مهمه غونډه پيل شوه ، اجنډا دا وه چې د حکومت چوکۍ بيا څنګه سره وويشي ، هر يوه مشر چې به خبره وکړه بيا به يې پورته ځوړند تصوير ته د تايد دپاره ګوته ونيوه او ويل به يې دا زما نظر نه و دا د دغه تصوير نظر و٠
د ارواښاد تصوير د اشارې سره به ټولو ناستو مشرانو د خپل ملګري نظر پرته له کوم هغه دغه په يوه خوله تايد کړ٠
يو بل مشر پاڅېده او تصوير ته يې ګوته نيغه کړه : موږ بايد ددې تصوير ټول هغه ارمانونه پوره کړو چې زموږ دپاره يې پر زړه لرل ، هغه به ويل : په سياسي قدرت کې برخه زموږ حق دی او په دې لاره کې چې هرڅومره وينه تويه شي بيا هم کمه ده ، موږ په خپل نوم سيکه، تذکره او پاسپورټ غواړو خپل بيرغ او خپل نشان غواړو که داسې نه وي نو بيا دا لارې ، کوڅې او ښارونه پر وينو سره کول غواړي٠
ټولو غږ کړ موږ د تصوير ارمان پوره کول غواړو٠٠٠٠٠٠