دخپریدو نیټه : 2013-03-12 مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل
بې تصويره چوکاټ
اټک يوسفزی
کلا چندان پراخه هم دومره نه وه خو بس هر ورور په کې يوه کوټه ګۍ ځان ته جوړه کړې وه څلور وروڼه څلور کوټې څلور خيالونه او څلور بېلابيل اور او اوبه فکرونه ، د اسلامي انقلاب لمبو او د خپلمنځي جګړو لوغړن اور تازه کابل او د هېواد نورې سيمې ځپلې او سېځلې وې٠ يوه ورور د کوټې کونج کې يو تصوير لګولی و او ترې لاندې ليکل شوي ول زموږ ملي اتل ، ما ورته وويل : وه وروره دا څنګه اتل شو نه ګورې چې د جهاد پر توره اوس خپل ورور وژني، پلونه نړوي او لارو کې مينونه ښخوي ؟ هغه ويل نه داسې نه ده دا قرباني او سرښندنه هم د اسلامي عدالت د تنفيذ دپاره ورکوي د ځان دفاع او ساتنه فرض ده دا زموږ د عصر ملي اتل او قهرمان دی، ما ورته وويل سمه ده د کابل جنوب کې لکه چې کافران اوسيږي چې دوی يې درګرده په توپونو ولي , زه نور غلی شوم ، د بل ورور کوټې ته مې سر ښکاره کړ ګورم چې دلته بل تصوير د کوټې پر دېوال ځړېدلی دی، ډېر خواشينې شوم ، هغه راباندې پو شو او ويل يې ولې خپه شوې دا تصوير زموږ په زړونو کې ځای لري څه وشول چې پر دېوال ځړېدلی دی . دې خو دا ملت د کفر او الحاد له تور او سور استعماره وژغوره ، ما ورغبرګه کړه چې هو هغه درسره منم خو دا د غرب ، شمالي او شرق خلک يې چې ميخ کوب کړل او د جهاد پر جاړه يې ترې ورمېږونه غوڅ کړل دا د کوم ډول جهاد نمونه وه ؟ هغه ويل نه وروره دا خو ډېر حليم او نرم دله انسان و، دا ټولې ناروا وې پرې د کابل غربي شيخ تحميل کړې او دې فقط د ځان او خپلو خلکو دفاع کوله دا زموږ د تاريخ اصلي رښتينې اتله څېره ده، غربيان به يې خود خاين ګڼي چې د هغوی په مخ کې سپر و او جنوب يې ترې ساته٠
سر مې لاس کې ونيوه او ترې روان شوم د دريم ورور پر کوټې برابر شوم ، څه ګورم چې نه ګورم ، د يوه برېتو چپنداز پهلوان تصوير چوکاټ کړی پر دېوال لګېدلی ، ښه اوږده شېبه مې وروکتل د شهېدې ناهيدې مظلوميت او د خپل کور او دولتي دفتر زاړه ټغرونه او زړې قالينې مې سترګو ته ودرېدې ، ما هيڅ و نه ويل خو هغه پو شو او وه يې ويل دا به تاريخ ثابته کړي چې دا نر مېړه څومره قهرمان دی٠
زه ډېر خواشينی شوم د څلورم له کوټې نېغ تېر شوم او همداسې ولاړم چې په ښار کې چيرته د خپل ملي قايد ميرويس نيکه او ملي اتل احمد خان بابا تصويرونه واخلم او د خپل کور پر دېوالونو يې را وځړوم او ټپي شوي احساسات مې پرې ټکور کړم٠
يو ، دوه ، درې ، څلور ، پينځه ، شپږ، اووه دوکانونه مې ولټول ستړی شوم خو هيڅ چېرې مې دا دوه تصويرونه پيدا نه کړل، ټولو د پکولي اتلانو، چپندازانو او قرقولي اتلانو تصويرونه خرڅول، چا د ريا سجده لګولې وه، چا لاسونه خدای جل جلاله ته د دعا دپاره لپه کړي ول او مخ يې د تصوير دپاره کيمرې ته را اړولی و، چا د قومي جګړو د تايد دپاره دوه ګوتې نېغې کړې وې خو ترې لاندې د ارګ يا مرګ پر ځای د يا فتح يا شهادت شعار ليکل شوی و، چا ټوپک د يو مسلمان او افغان د کور د ورانولو په خاطر پر اوږه ايښی و او د خپل تصوير پر لمن يې ليکلي ول مرګ بر کمونيزم٠
زه بېخي حيران شوم چې په دوکانونو کې هم د رښتينو اتلانو د تصويرونو ځای د ملي خاينانو تصويرونو نيولی و، نوره لاره رانه ورکه شوه ولاړم او څلور تش چوکاټونه مې واخيستل په يو کې مې د احمد خان بابا نوم وليکه په بل کې مې د ميرويس خان نيکه نوم وليکه او په دريم کې مې ورک نومي اتلان وليکل او د کوټې پر دريو دېوالونو مې را وځړول څلورم چوټ ته چورت يوړم چې د چا نوم په کې وليکم ،ناڅاپه مې خپل غريب اکا ، ابا او ملګري راياد شول چې روسانو شهيدان کړي ول، سپين سرې مور او خور مې راياد شول چې مجاهدينو ته به يې جامې پرېولې او ډوډۍ به يې ورته پخوله په همدې عينې حال کې مې خپلې ګوډې او پرې شوې پښې ته پام شو چې روسيانو پرې ويشتلی وم، نو ځکه مې په څلورم چوکاټ کې د خپل غريب اکا، ابا، خپلې مجاهدې مور، غازۍ ملالۍ خور او خپل نومونه وليکل او د کوټې پر څلورم دېوال مې ميخ کړ٠