دخپریدو نیټه : 2013-03-23 مخپرونکئ : 098 - دبېنوا اداره - کابل
رژېدلی کال
اټک يوسفزی
خېټې مو مړې شوې ؟ نه
وينې او اوښکې مو وچې شوې ؟ نه
د زړونو ټپونه او د ګرېوان تارونه مو راټول شول ؟ نه
نيتونه مو يو بل ته پاک او سپين شول ؟ نه
زړګي نه مو کرکه ووته ؟ نه
د عقل او شعورسره مو د مزل پر لورې يوه لويښت پرمختګ وکړ ؟ نه
فکرونه او خيالات مو نوي او بدل شول ؟ نه
په لارو کې مو د بم او ماين پر ځای يو نيالګی وټومبه ؟ نه
له کرکې پرته مو د مينې په نظر چا ته وکتل ؟ نه
خپل ورور مو په غيږ ټينګ کړ او حق مو يې ومانه ؟ نه
چې نه نه نه نه مو د هرې پوښتنې ځواب دی
بيا نوی کال څه مانا ؟
ترڅو چې لاسونه ور نه کړو ، زړونه نږدې نه کړو او فکرونه راټول نه کړو، په ژوند ، خوی او دودونو کې بدلون رانه ولوو ، تش په نوم کال ،نوروځ ، موسم او پسرلی مو په ژوند کې انقلاب نه شي راوستلای ،که نه په همدې ښکلي پسرلي کې به مو د ژوند نازکې او پاکې غوټۍ د خزان او نفاق په تاوو خدای مه کړه رژيږي رژيږي او رژېږي٠؟!!!