مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2013-05-04   مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل

جنګ دی د هلک او انجلۍ

محمود نظری

طنز

 

 

جنګ دی د هلک او انجلۍ دا یې کیسه ده
د مینی د سرک اشارو ته په نه پام یې ګیله ده
***
زوم له ناوی کوله داسې یوه عشقي ګیله
په عسل کې دی ډوډۍ راکوله په خوله
وې هغه وخت مي پخلی نه وه ښه زده
اوس مې زده ولي درکړم ګوله په خوله؟!
***
په کوژده کې مو خبر ې وې د سترګوپه اشاره
د زړه په غوږو دواړو سمه اوريده دیو بل خبره
له واده وروسته ډیره سوه دغوږو تر منځ فاصله
بیله چغو نه اورو موږ سمه ولي دیو بل خبره ؟!
***
ناوي ویل ولي نه اخلي زما په ښکلا قسم
ولي نه اخلي زما په نخرو ناز او ادا قسم
زوم ول پخوا په اصلي غړو وچو ګلانو و قسم
اوس په مصنوعي غړو او تازه ګلانو دی قسم
زومانو پخوا ویل ستا په شنه خالو مې قسم
ستا په دې کنډوري سوي کوڅو مي قسم
آیاووایم ستا په مصنوعی ویښتو مي قسم
یا و وایم ستا په کانټکتی سترګو مي قسم
دشپې ووایم ستا په اسپنجي تیو مي قسم
یا ووايم ستا په مصنوعي کلنګو مي قسم
ښه ده ووایم ستا په ښکلو کالو مي قسم
ستا د پلار په جایدادو او ډالرو مي قسم
**

هلک ویل پخواشاعرانو په ښکلو پسخند وهه
ول د یار ویښتان ماران دي خوله یې ده پسته
باڼګان خنجرونه ، وریځي یې کمان ده زنه مڼه
شونډان یې سره لعلونه سترګې بادام ، قد سروه
ګرانی ته یو وار دا په فتو شاپ کې ادیت کړه
چې پوه شې د شاعرانو چه شی وه موخه
***
هلک ویل دا خلک دی ډیر همه غرض
په دوو کې یې یو لري هرومر دا مرض
په هر حالت یې له خولې وځي خبره
دانجنو په صفت که بده وي که بهتره
پخوا یې ویل شلنډه منډه ده انجلۍ
اوس وایي شیر سوخته او پنډه ده انجلۍ
پخوا یې دڼګرې ته ویل ده وچ موره
اوس ورته وایي د زرو نرۍ لښته ګوره
پخوا یي رکې انجلۍ ته ویل بې حیا ده
اوس وایي هغه اجتماعی عضو د راوا ده
که یې خبرې کولې د ژبې پر سر دانه دانه
ویل یې دا دمور او پلار ده در اوناز دانه
هغې انجلۍ چې خبرې کولې کرار او اهسته
ویل یې اطرافي بې سواده ده او پس رفته
ستا غوندی خبرو کولو ته یې ویل ماشیندار
یو یو ټک نه تل ګوته په ماشه نیولې ضربه دار
***

پخوا به پلار ویل خپل ځوان زوم زوی ته
مور خپلي نخره بازی ناوی لور ناوکی ته
لوري واده ته ځان ښه ساټ وباټ که
زویه ځان سرې غوښې او ښه پاک که
لوري هره شپه میړه ته ځان یو غړوپ که
چې لا ځوانه یې هغه په ملا کړوپ که
هغه پریږده د ژوندسوری خپله پیدا که
دخپل سور کور ساتنه سهار او بیګاه که
خپل پرتوګ پام خسر ګنی ته مه باسه
دمیړه پرتوګ هم پلرګنی ته مه باسه
میړه ته په لومړی شپه څیرې خپله پرده که
د هغه ټوله ښه او بد خوی او عادت زده که
اوس مور درته ویل میړه دی خپل مریی که
هغه زموږ د کور او خپلوانو کوتری سپی که
***

هغه وخت تیر سو چې میړه به ووت په غوسه
میرمني به یې ټوله ورځ تیره کړه په الغاسه
که هغه ورځ به هغې توره پشي هم ولیده
ول څه کوې بې پدري له ما غواړې څه
ښه مي سورخچوکی کړی څه وکړم نور څه
اوس هغه وخت دی میړه وایي میرمني ته
رحم وکړه په ما خوار، تندی مه غوټه کوه
خدای مهربانه دی بیا به نر کراسي سي
بیا به یووخت حقوق زموږ مساوي سي
***
، [ تندی غوټه نیول ] په غوسه کیدل، ،[ ځان ساټ و باټ کول ] ځان سینګارول
[ ځان سورخچوکی کول ] ځان ښه پریولل،[ ځان یو غوړپ کول ] ځان ښه سینګارول،
[ سوری پیدا کول ] د ژوند مشکلاتو ته دحل لاره پیدا کول ،[ پرده څیرل ] راز افشا کول ،
 [پرتوګ ایستل ] بې شرمي و بې حیایي کول ،[ سور کورورکول ] ناوی ته مکمل د کورسامان ورکول

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery