دوهمه او ورستي برخه
لیکوالان : جوزپه ديګراڅیه او مارتن کنووبي
* دبن لادن کور د پاکستان پوځ تر سترګو لاندې
د بن لادن کور دابیټ اباد ګارنیزیوني ښار په څنګ کې موقیت لرلو . پوځې اکاډمۍ ته د ده دکور نږدې والي سره دغه له شرمه ډکه پوښتنه رامنځته شوه،چې څنګه دلته د ترهګرو مشر کالونه کالونه بي له دې چې وپیژندل شي ،هستوګن شي .
* ٬٬ورننوځۍ او بن لادن ونیسۍ ٬٬
څنګه د US Navy Seals سرتیرو د سپوږمۍ په شپه د ۲۰۱۱ کال د مۍ میاشت په اوله او دویمه نېته پاکستان کې دترهګرومشرپه پټنځی باندې برید پیل کړو، د برید په ترڅ کې دامریکا دولت لومړي نمبر دښمن ووژل شو .
* د عملیاتو پیل
ولسمشر اوباما د اپریل په ۲۹ مه نېټه د عملیاتود پیل امر ورکړو،د سي ای اې مشر لین پینتا William McRaven پر دغه دنده وګمارلو . دامیرالبحر مرستیال ته د عملیاتو د پریکړې، دبرید پیل او دقوماندې وخت په واک کې ورکړو .
په همدغه ورځ په ۱۰ بجو او ۴۵ دقیقو پینتا په یو لیکلي شوي سند کې لیکلي و، ورشۍ ،ورننوځۍ ، بن لادن ونیسۍ او که دی هلته نه و ، بیرته راووځۍ .
* المان کې تم کیدل
د Seals Team Six ځانګړې سرتیرې داسې روزل شوي دي ، چې دوی کولي شي سمدستي په هرځای کې عملیات پیل کړي . سر تیرې د المان څخه افغانستان ته الوځې ،لومړۍ کابل ته نږدې د بګرام هوايي اډې ته ، بیا ددغي هیواد ختیځ د جلال اباد پوځي هوايي اډې ته رسول کیږي .
* پر پوله پټه الوتنه
د مۍ میاشت په لومړۍ نېټه د Black- Hawk چورلکې د شپې په یوولس بجو د جلال اباد څخه الوتنې پیل کړي . داسي مالومیدې، چې چورلکې په ځانګړو پرمختللي وسایلو باندې ښې سمبال شوي وې ، د پاکستان هوايي ځواک کنترول ونشوه کړي، الوتکې تر ابیټ اباد په رادارسیستم کې وویني . د Chinick دووې سترې چورلکې د نورو چورلکو سره سمۍ د ابیټ اباد لویدیځ سیمو پوري والوتي . څود بیرته راتګ لارې امنیت خوندې کړي .
* د بریښنا قطعه کیدل
سي ای اې مخکې له مخکې د بن لادن د پتڼځې پرټوله سیمه باندې بریښنا قطعه کړي وه . سیمه کې د سپوږمۍ په شپه کې هره خوا توره شپه وه .
* د ۲۰۱۱ کال د اپریل میاشت ۲۸ مه
په سپینه مانۍ کې یوه پریکړه کوونکې ناسته راغونډه شوه . یوپلوته د ولسمشر مرستیال او دفاع وزیر د دغې ډول برید مخالفت کاوه ،ځکه دوی دغو مالوما تو ته دنا سمو او نا ډاډمنو مالوماتو په ځیر کتل . له بل پلوه د بهرنیوچارو وزیره او ډیرې مشاورینو د دغې ډول عملیاتو پلوي کوله . ولسمشر غواړي دبرید په اړه یوه شپه خوب وکړي ، ده په بل ګهیځ کې وویل . ٬٬ هو برید به ترسره شي ٬٬ .
* د ۲۰۱۱ کال د اپریل میاشت ۲۹ مه
دSeals ځانګړې ځواکونه د شمالي کالیفورنیا څخه المان ته ،له المان څخه دافغانستان دبګرام هوايي ډګرته او ورسته د جلال اباد په لوري الوتنه وکړه . د الوتنې پر مهال Mark Owen د CIA اجینټي Jen سره خبرې کوي . ده دغه ښځه مخکې په شمالي کالیفورنیا کې هم لیدلي وه . دی له دغي ښځي څخه پوښتنه کوي ، ته څومره ډادمنه يې، چې بن لادن په دغه خلکو کې شتون لري ؟ . اجینټه ځواب ورکوي او وايي، چې زه سل په سلو کې ډاډمنه یم .
دبرید وخت ورو ورو را لڼدیدو اود برید کړي په تنګیدو وه . برید باید نوره په څو ورځو کې د سپوږمۍ په تندر کې ترسره شي . د انتظار په دویمه شپه کې Mark Owen له خپلو ملګرو سره د دیوالي بخاري ته ناست و. دده یو ملګري وویل،دی به هڅه وکړي ،چې دغه Motherfucker مخ ته ونه ویشتل شي . دی وايي، ځکه ورسته به هرڅوک غواړي ،چې د ده دمخ یو انځور وویني .
* د ۲۰۱۱ کال د مۍ لومړۍ نیټه
د ګهیځ وختي Mark Owen دبریدلپاره ټول اړین شیان چمتو کړل . دووې مخابرې، د HK416 ماشینګنې ته درې شاجورې . دتوپ دڼدې دتوپ پسکې په څیر لوی لاسې بمونه ،څو ډوله رڼا ورکوونکو ډنډې ، یو پلاس ، یوه جوړه لاسمخې یا دستکښ ،پر پړي باندې د ژر ښکته کیدولو لپاره د څرمني دستکښ او د ځانګړو حالاتو لپاره له ځان سره دکیڼ لاس په جیب کې دوه سوه ډالره نقدې پیسې واخیستې . تر شا يي په کمربندکې یوه غټه تیره چاړه د Daniel – Winkler په نامه ځوړنده وه . د ده خټ ښه لوی وه ،څو د مرمیو ضد واسکټ د پاسه واغستل شي .د ده ټینګه اوسپنیزه پوځي خولې او په شپه کې د لید لولپاره دسترګیو تجهزاتو ټو ل وزن اټکل څلورنیم کیلو ګرامه وه .د ده سترګیو څلور دوربیننونه لرل، چې شپه کې دښه لیدلو لپاره استعمالیږي .
د Owen دجګړیز تجهزاتو وزن ټول ډیرش کیلوګرامه و .
دمۍ په لومړي نېټه واشنګټن کې لیون پینتا دهرې یکشنبي په څیر دکاتولیکانو کلیسا ته ولاړو . ولسمشر د ګلف لوبه کوله .کله چې د ده تو پسکې نهم سوری ته ولویده ، ده لوبه بس کړه .
پینتا په ۱۳ بجو او ۲۲ دقیقو د سي ای اې د ودانۍ له پاسني پوړ څخه چیرته چې د کانفرانس خونه ده ، دجلال اباد په لور د برید امر ورکړ . ورننه وځۍ ، بن لادن ومومۍ او کله چې دی هلته نه وه ،تاسو باید چې څومره ژر کیږي، بیرته راووځۍ . د Seals ځانګړې ځواکونو دووې چورلکې ور والوتلي .
* د ۲۰۱۱ کال د مۍ دویمه نېټه
Mark Owen په لاره کې لږ سترګې پتې کړې ،د ځانګړوعملیاتو مشر د ۹۰ دقیقو الوتنې ورسته وویل .٬٬ یوه دقیقه پاتي ده ٬٬.Mark Owen کړي شي اوس دابیټ اباد شرمونکې څوکې او ډډې وپیژني ،ډیرلري یوڅو چراغونه بل وو. په ګرد چاپیرکې چیرته چې خلک اوسیدل دسیمې ټول چراغونه مړه وو. سي ای اې مخکې له مخکې په دغه شپه دسیمې بریښنا قطعه او د چراغونو د مړولو کار کړي وو، تر دې دمه هېچ مهال په دې ډول دچراغونو مړول یا د بریښنا قطعه کول کار نه وو ترسره شوي .
د عملیاتو مشر دچورلکې ور خلاص کړو،د Seals سړتیرو د کوزیدو لپاره ځانونه چمتو کړل . دفعتآ چورلکه ولړزیده او ۹۰ درجې ښي خوا ته تاو شوه .Mark Owen وراخطا هڅه وکړه ، چې په کوم ځای کې ځان تم کړي او غواړي ځان کابین ته بیرته ورننه باسي . سره لدې دوی ټول د چورلکې په دړه کې سره را ټول شول . څو دوی ځانونه د پړې له لارې ښکته کړي . دMark Owen پښې په هوا کې ځوړندې او للیږي . چورلکه ورورو ځمکې ته نږدې کیږي . دچورلکې د بادپکې په برخه کې خرابي رامنځته شوي ده . دشپې هوا ډیره توده وه ، تر هغې ډیره توده وه، چې سي ای اې اټکل کړي و. توده هوا د دیوالونو ترشا راټولیږي او تم کیږي ، دغه هوا ډیره ډپه هوا وه ، ترهغې چې ور ته فکر شوي وو. دMark Owen په فکر کې یوشي ګرځې، هغه Shit Shit Shit و .
سپینه ماڼۍ کې ولسمشر اوباما د Situation په Room کې ورته ناست دی . دی د عملیاتو په بهیر کې نیغ په نیغ کوم رول نه لوبوي . د ډرون الوتکې د ایبټ اباد په فضا کې دوه میله جګې ګرځیدلي او د الوتکو لخوا په ژوندی بڼه اخستل او رالیږل شوي فلم په بله خوني کې ښودل کیږي .
کله چې اوباما خبر شو، چې یوڅه له کنټروله وتلي ، دی سمدستي جګ شو او په منډه بلي خوني ته ولاړ . ده وویل ،زه يي باید وګورم،چې څه پښ شول . په مخابره کې امیرالبحر Admiral Mc Raven اوریدل کیږي : دی د چورلکې له غورځیدو ورسته وایي ، زما سړې دغسي پیښوته روزل شوي دي ، دوی به د دې برسیره سم عملیا ت تر سره وکړي .
Mark Owen محسوسوي، چې څنګه د چورلکې پوزه ځمکې ته ور ټیټیږي او ورو ورو پسته ځمکه برمه کوي . دا وخت په سیمه کې دشپې ۱۲ بجي او ۳۰ دقیقې دي . د Seals سړې د چورلکې څخه توپونه وهې او راکوزیږي .
د واشنګټن په سپینه مانۍکې فوټوګراف Pete Souza هغه شیبه ثبتوي، کله چې اوباما په ډیره وارخطایي سره ګوري ،هیلري کلنټون خپل لاس خولې ته نیولي دی . ټول هک پک دي اوپه ژوندی بڼه فلم ته ګوري . دغه انځوریزه شیبه په تاریخ کې ثبت شوه .
د دوهمي چورلکې Seals سړیو پلان بدل کړو، دوی د پلان له مخې دجنګې قلا پر بام باندې ښکته نشول ، بلکې له ودانۍ څخه بهر کوز شول . له دوی سره یو ژباړن او دCairo په نامه یو سپې هم شته .
Mark Owen او ملګرې يي د میلمستون پرخونو عملیات پيل کړل ،به دغه خونو کې الکویتي اود ده ورور اوسیده . دوی ورو ورو دیوې فولادي ډبلې دړې سره مخامخ شول . دMark Owen د پریکړې سره سم دړه په بم والوځول شوه . مخکې له دې چې دوی کوتو ته ورننوځې،پردوی ډزې وشوي ، دوی هم ځوابي ډزې پیل کړي .
له دې ورسته دړه خلاصه شوه . یوه ښځه نارې سورې وهي . Owen او د ده دSeals ملګرې په ورو ورو دړې ته ور نږدې کیږي .د Owen خولې د ده پرسترګو ورتوییږي . د دې برسیره د چورلکې دڅرخکې او د بادپکې ګرداوخاورې له مخکنه د ده پرمخ او سترګو پرتي وې . ده ته ډیره ګرانه وه، چې دشپې په اغوستل شویو زرغوني سترګیوکې اوپه شپه کې د لیدولود نورو تجهیزاتو سره د ښځې وني او څیرې پیژندنه وکړي . دی ګوري چې د ښځي په غیږ کې یوڅه دي ، ایا دا یو بم دی ؟ ده پر ماشه ګوته ټینګه کړه ، دی یوکوشني ماشوم وینې، چې له کوره په را وتو دی .
Owen کورته ورننه وځي ، دی ویني چې الکویتي په وینوکې پرځمکه پروت دی . دی غواړي ډاډمن اوسي او پرالکویتي یو څو نورې ډزې هم کوي .
د ودانۍ په دریم پوړ کې اوسامه بن لادن د خپلي لور مریم له خوا را ویښول کیږي . دی خپلي لور ته وايي ،
ځه بیرته کوزه لاړه شه او هلته صبر وکړه .
Owen او دSeals نور ملګرې د ودانۍ شمالي خوا ته ور روان شول . لومړي پوړ ته په لاره کې یوه فلزي دړه ده،چې باید په بم الوځولي شوي وې . دوی ودانۍته له سطر و اخفا سره ورو ورو وننوځي . دلته یوه کږه زینه یا اړه کې دي . دی فکر کوي ،دلته پاس به بن لادن وي ؟
کله چې دوی یو څو اړکې ورجګ شول، دوی یو سړی ولید،چې ږیره نه لري .دغه دبن لادن زوی خالد دی . دی سمدستي ځان په بل کونج کې پټوي . د Seals یو سرتیري په ورو وروپسیدو، وایي خالده ! کله چې د بن لادن زوی خپل سر له پټ شوي کونج څخه لږ څه را وباسه ، دی دSeals دیوبل سرتیري له خوا سمدستي مخامخ مخ ته وشتل کیږي .
واشنګټن کې ولسمشر له خپلو همکارانو سره همداسي په کوچني خونه کې ورته ناست دی،څه چې په دغه کورکې پیښیږي ، دوی دغه صحنې نه ویني .
ورسته به اوباما ووایي ٬٬ چې دا زما د ژوند تر ټول څلویشت اوږدې دقیقې وې ٬٬.
دزینې دغه نرۍ لار ه یو دهلیزته ورګدیده. په دهلیز کې یوه دړه په کینه اوبله په ښي خوا کې وه .
دPoint man ٬٬هغه سرتیري ته ویل کیږي ،چې د عملیاتو پرمهال تر ټولو مخ ته درومومي ٬٬ نور د ده ترشا د پرمخ تګ په حال کې درومي . دغه سرتیرې د زیني په پنځم اوورستي اړکیو کې ولاړ وو او Owen Mark دوه بوپ ،بوپ ډزنونه واریدل . چې د Ponit man سرتیري پر یو سړی ډزې وکړي . دغه سړی د ښي دړې څخه لږ څه راووت .بیا دغه سړی د دزو څخه ورسته په توره شپه خونه کې ورک شو . Ponit man سړی د همدې خوني دړې ته په ورو ورو ور روان شو . د ده تر شا Owen ور روان دی ، دوی دکوتي منځته ورننوتل ،ګوري چې د یوسړی څنګ ته دوې ښځې ولاړي دي . دغه سړی د کټ پښې لوري ته پرځمکه لویدلي دی . ښځې ژاړي او نارې سورې وهې،یو ه ښځه ځان پر Ponit man ورغورځوي ، دی دغه ښځه یو څنګ ته پوري وهي .
دکټ ترڅنګ پروت سړی پرته له لستوني څخه یو سپین T-Shirt او یو پرتوګ اغوستي دی ، ده یو روڼ نصواري څادر له ځانه هم تاو کړي و. دغه سړی د کوپري په ښي ارخ باندې په ډزو لګیدلي وه . دSeals دغو دوو سرتیرو پر لاندې پروت سړی باندې دخپلي خولي لیزر وړانګې رو واچولي او ورسره په نورو څو ډزو یي هم وویشت .
دغو سرتیرد الوتکوڅخه د ښکته کیدوله شیبې څخه تر اوسه په دا لږو څو دقیقو کې څلور سړې ووژل ، یوه ښځه وژله او دوې نوري ښځې ټپیاني کړې .
د وژل شوي سړی مخ دپیژندلونه وه او په وینو کې پټ وه . د دې برسیره سرتیرې په دې باور دي ،چې بن لادن د دوی مخي ته پروت دی . دوی لا نه غواړي ، د مخابرې له لارې د ده د وژل کیدلو خبر ورکړي . تاسو پوهیږي چې ولسمشر زموږ خبرې اوري . Owen د وژل شوي سړی څخه عکسونه واخیستل . یو بل سرتیري د DAN معاینه لپاره یو ه پرخه ترینه واخیستله .
کله چې د Seals یو سرتیرې له یو ماشوم څخه پوښتنه وکړه، چې دغه مړ شوي سړی څوک دی ؟ ماشومي ځواب ورکړو ، دا اوسامه بن لادن دی . ته ډاډه يي ؟ هو، دغي ماشومي جینکي وویل .
پوځیانو دغه عملیات په څو پړونو کې ویشلي وو ، هرې مرحلي د ابیڅې یو خپل کوډ درلود. G ټکې د بن لادن د ډاډمن نیولولپاره ټاکل شوي و.
د لادسپکر له لارې ولسمشر او دهغه مشاورینو د امیرالبحر ٬٬ Admiral Mc Raven „ Geronnim EKIA „ Geronlmo د G جي کوډ EKIA د Enemy Killid in Action غږ اوري، چې دښمن په عملیاتو کې ووژل شو .
له دوی څخه د خوشحالي هیچ کوم غږ نه اوریدل کیږي . یواځي اوباما د نیولو څخه ورسته وویل . دی له موږ سره دی ، دی له موږ سره دی ، موږ دی ونیولو .
Seals سرتیرو په بوجیو بوجیود USB ،DVD ،CD ، پنځه کمپیوټر ،ویډیو ، لیکونه ،لاسوندونه او داسي نور توکې سره را ټول کړل . له دې ورسته دوی غورځیدلي چورلکې ته بمي چاودنه ورکړه . دوی په دویمه Black Hawk چورلکې اودیوي بلي لوی ورسته راغلي چورلکې سره بیرته ولاړل . دوی ګهیځ وختي جلال اباد ته ورسیدل .
Marc Owen د مړي بوجي سر خلاصه کړه او خپل قوماندان ته وویل ، دا ستا سړی دی .
Admiral Mc Raven له یو سرتیري څخه چې ۱،۹۳ سانتي متره جګه ونه درلوده، وغوستل ،چې د مړي تر څنګه څمله .
Mc Raven وویل : ورسره سم دی .
په یوه هنګر کې د سي ای اې اجنټه Jen ناسته وه . د هغي مخ ټکسپین اووښتي وه ، کله چې Jen خپل سرتیرې ولیدل ،د ډیرو کالو راهیسې د زیار او تکلیف یستلو فشار له امله یودم په ژړاه شوه .
* د ۲۰۱۱ کال د مۍ میاشت ۶ مه نېټه
د برید څخه ورسته دجمعي په ورځ ولسمشر اوباما Fort Campell Kenntucky ته ولاړ . دSeale Team او پیلوټان دبرید په اړه ولسمشر ته د نورو جزویاتو رپوټ ورکړو .
چا بن لادن ووژلو،دا ګرانه پوښتنه څوک نه کوي . ولسمشر پوهیږي، چې دا خبره یا پوښتنه باید پټه پاتي شي.
ولسمشر دSeasl ځانګړي ځواک ټول ټیم ته د هیواد تر ټولو ستر اعلې دولتي نشان ور ډالۍ کړو چې تراوسه هېچ کوم پوځې قطعي ته ورکړل شوي نه و . ولسمشر هم ډیر جدي او احساساتي شو ،کله چې ده ته ځانګړې ټیم د امریکا بیرغ ورډالۍ کولو . دا هغه بیرغ و، کوم چې دوی د ماموریت پرمهال له ځانه سره ګرځاوه .
د ټیم غړو د بیرغ تر شاه خپل لاسلیکونه لاسلیک کړل . دغه بیرغ نن هم په یوه چوکاټ کې د سپینې مانۍ په دوهم پوړ کې ځوړند دی ، چیرته چې د ولسمشر شخصي خوني دي .
پای
لمنلیک :
د پېښې د بیا رغوني ،ښودني او پلټنې په اړه دغه پټ مالومات د سي ای اې له کارکونکوڅخه،د امریکايي پوځیانو ، رسنوالو او ژورنالیستانو سره د پټو بنستیزو خبرو اترو ،مرکو او ناستو له لارې ترلاسه شوي دي . سربیره پردې په څیړنه او لیکنه کې اخیزونه :
دفلم په اړه د ښاغلي Mark Boal لیکل شوي کتاب څخه او د ابو صوعان د FBI اجنیټ له مرکو څخه او دنوره سرچینو لکه اخبارونه ، مجلې اولاندې کتابونو څخه د Mark Owen کتاب په نامه، څخه اخیستل شوي دي .
Navy – Sael Matt Bissonnette د Mark Owen په بدل یا مستعار نوم باندې د خپلو کوماندویي عملیاتو په اړه لیکني کړي دي .
Mission erfüllt ,Heyne Verlag
Peter L.Bergen :Die Jagt auf Bin Laden ; DVA ;Mark Bowden :Killig Osama; Berlin Verlag
Chuck Pfarrer : Codewort Geronimo , Plassen .