دخپریدو نیټه : 2013-05-22 مخپرونکئ : 123 - دبېنوا خبریال - کابل
کرميه غم به نه وي غم به راوړې
سيد سلام
يو ځاى مي په لنډو ليکلي وو چې که سياسي تېروتنې کړي ، خو هغه چا کړې چې اوس يي د ټول ولس اورته په اچولو جبرانوي، نوزموږ ګناه څه ده چې هر لورى غچ راڅخه اخلي ؟
که چاته وايو چې وه سړيه دکمزوي افغانستان پړه خوستاسو په نا سا لم رقابت لويږي، موږ په کورنيو جګړو کې هيچاته برآت نه ورکوو ،او په دې پسې هم سر نه ګرزوو چې څوک سلامت څوک ملامت دى ، دايو واري يوې خواته ، ستاسو خبره چې جګړې ته رسيده مانايي داوه چې تاسو سياستمداران نه بلکه سياسي بې سوادان واست اوياست .
يوځل له پخوانيو تش په نامه مجاهدينو نه خلاصيږو،زه مجاهد يم زه مجاهد يم ، که ورته ووايې چې مجاهدين خو په خاورو کې پراته دي ، له روسانو سره مبارزه په ډېره لويه بيه راته تمامه سوه ، اومجاهدين مو ټول تور خاورو ته لاړل ، ته خو هغه ده ژوندى ګړندى ګرځې ، نه معيوب يې ، نه بې وروره سوې ،نه بې پلاره سوې نو داڅنګه مجاهد يې ؟
او که له دې راتېر سو نو چې مجاهد يې ؟ مانايې داده چې تر مرګه به دټول ولس حق خورې؟ ټانګونه مو اره کړل ، الوتکې مو وپلورلې ، ښوونځې مو وسوځول ،او دګاونډيو دخوشالولوله پاره مو دملي اردو له انحلاله بيا دبې ګنا ملکيانو تر قتاله څه ونه کړل ، ويجاړ کابل يي تر اوسي شاهدي ورکولاى سي .
خيرتېر هېر په ماضي کې ډېر نه پاتي کيږو نن بيا هغه دچا خبره ،له نيستي دمېړو ملک سو بلو ،خبره ده . چې والي دي ملا شراف الدين غوندي سړى سي نو همدا هم کمه ده ، طالبانو کېداى سواى تر دې ليږ سم سړى پيداکړى واى ،خو داکار يي ځکه ونه کړ ،چې هغوى په هوښيارانو دونه تباهي نه سي راوستلاى .
ملاشراف الدين دطالبانو له لوري دزابل والى دى ، شراف الدين کوچى دهلمند له کشک نخوده ترسنګين پوري په کوچ کولو او دښته کې رالوى سوى دى ،نور نو يوه ښېګڼه هم نه لري پرته له دې چې دتحريک له لومړيو تر ننه په قتل کې پياوړى دى ،
هسي هم په طالبانو کې دپوهي پرځاى دانډيوالي پالل په حکومت کې دچوکۍ موندلو معيار دى ،نودى له عبدالقيوم ذاکر سره په انډيوالي او له خپل ولس سره ددښمنۍ له کبله دادى والي دى ،او ښۀ يې وچلوله .
په زابل کي يې ، د ډېرو ماشومانو او ځوانانو او په ټوله کې دټول ملت راتلونکى له خاورو سره خاوري کړ، ښۀ يي ورباند ي توره شپه کړه .
وسله والو طالبانو د زابل په شاجوی ولسوالۍ کې د تېرو دوو میاشتو په بهیر کې ددغې ولسوالۍ ټول ۴۰ ښوونځي تړلي دي او دا مهال هيڅ يو زده کوونکی ښوونځي ته نه ځي .
د زابل مرستيال والي محمدجان رسوليار وايي، چې په یاده ولسوالۍ کې ټول ۴۰ ښوونځي شته چې د نوي پيل شوي تعليمي کال راهيسې تړل شوي دي .
رسوليار وايي، چې طالبانو د ښوونځيو ښوونکو او زده کوونکو ته د ليکونو په واسطه ګواښ کړی، چې نور ښوونځيو ته ولاړ نه شي .
دسيمي اوسيدونکي وايي، چې دا کار د وسله والو طالبانو لخوا د دولت له لوري د موټرسيکلونو د بنديز په غبرګون کې شوی دی.
کرميه غم به نه وي غم به راوړې
کرميه په لم غوټه سپرو واوړې