مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2013-05-25   مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل

دبیان آزادي

محمود نظری

دخدای فضل چې راغلې آزادي دلته دبیان
دنورو د بیان تلویزیونونه سوه دلته چالان
موږ چې ویل دا زموږ لپاره آزادي ده دبیان
شکردا د پردو د غرتولپاره آزادي وه د بیان
هرورځ سریالونه دګاونډ د کلتور چلیږي
له ورایه یې سایه زموږ پر کلتور ښکاریږي
اخوندان ز موږ د ناروغو رسنوسوي ډاکټران
هر ورځ رسنو ته پيچکاري کوي نوي امپولان
خبریالان مو په هر پردي کلمې بریتونه تاووي
دوطن دوښمنان له ډیره فخره بریتونه آړوي
ښځې مو شکر رنګارنګ هره ورځ وهي ټیکې
زوم ته وايي منګل سوتر باید هندي راواچوې
ماشومان خمیني پیژني او د هندوانو بګوان
پوهیږي په اګلې جنم لکه د هندوانو ماشومان
په کورو کې ځړیږي د علي اوخمیني انځورونه
دکورو په تاخچو کې سته د بګوان ښکلي بتونه
ګرځي ماشومان په تورو ټوټو تړلي تندیان
په سړک ځانونه په زنځیرو وهي نوی ځوانان
د ماشومانو په خوله کې سوی یا بجرنګبلي
دځینو ټوله ورځ وي د یا خمیني جلي بلي
په خبرونو کې داسې نوي لغتان ګېلیږي
چې د ساده افغان پر بدن ویښتان جګیږي
اوس ځوانان یو بل ته لاسونه سره جوتوي
دنمستې په ویلو سرونه سره کښته کوي
کور ودان دولته ! پردوته د دې آزادې د بیان
چې بې پیسو یې زده کړه موږ ته نور دینان
ماشومان سپيني شیدې اچوې په توره ډبره
چې په بل جنم کي نسي لړم ، مار یاخړه ګیدړه
دلته شکر آزادي دبیان هیڅ پوله نه لري
څوک حق ورته د مه کولو یا بدویلو نه لري
دبیان له آزادي څخه دبیزو پرهار جوړسوی
ورځ په ورځ شړیږي دمیږیانو غار جوړ سوی
له بیی یې اچولی دی زموږ اصلي دین او ژبه
بېله هغه موږ په خپل دین نه ښه پوه یو نه ژبه
موږ بې سواده خلک به خود د بل پکه لور
ترخپل ګرینګن زوی ښه ګڼي دبل په دستور
اخیر شکرد ملایانو کالي سوه لکه د اخوندانو
د ښځوکالي اوخالونه سوه لکه د هندوانو
خدای خبر چې لا به د پردو څومره راسي آزادي
د کلتور وزیرله چونګې خولې وځي خراساني
***
دلته چې داسې خر په خر ګردانه راغلی نظام
دښمن به خود خپروي خپل دودي او دیني پيغام
«نظری » څه ګیله مشر دي خپله لېټۍ خوري
سپي یې د هډوکو پرځای سپینکۍ خوري
ړنده سترگه مو په برخه ده څه ويښه څه ويده !؟
هر یو دخپلې کڅوڼې دډکیدو په غم دی اخته
پردي به خود له فخره بریتونه غوړ اوتاوو وي
چې د پيسو په کڅوڼو ددښن کلتور پساو وي
متل دی وایي چې دیو کام مشرسي ساوڼ
ټوله لښکر یې خود په خود سي ګوزاوڼ
دا ټوله آزادي یوازې په کلتور او دین څرخیږي
د ټولنې اخلاقي ارزښتونه په سین لاهوکیږي
دآزادي ډران اخیر باد پرې کوي او پښه سپکوي
دښمن د خوشمړی په زور خپله موچڼه اصلوي
***
د ې آزادي دبیان زموږ ټوله مرضونه کړل دوا
د ټولو خولې یې وتړلې په خیانت او فحشا
که څوک په ختا وکړې دحق غوښتلو مظاهره
په تو پکو یې پاشل کیږي دحق غو ښتنو ماغزه
داچې مشران مو کاڼه دي دې ته وایي دبیان آزادي
وطن یې په خپلو چور کړ په دا بله لوبه د ځانکراسي
که بدل دا ښه قانون دنورو دبیان دآزادي نسي
هیڅکله به په دې وطن کې ویل د راستي نسي
آزادي ده خو څوک له اړه نسي ویلای رښتیا
خولې ټوله ښوروي خوټوله په درواغو او ریا
ټوله په ریاد خپلي ګټې لپاره کیندي صوفان
ساده افغانان غولوي په نامه د آزادي د بیان
یو دخاین نوم دلته اخیستلای نسي آسان
یو د اشغال نوم دلته اخیستلای نسي اعیان
یو بې پیلوتو الوتکو ته بدبد کتلای نسي
د خلکو بمبارد ته هیڅ څوک بد ویلای نسي
قضا د واکمنو په جرمونو چپه خوله ده
دهغوپه بدبويه بادونو دهر یوه پزه بنده ده
دا ده اصلي دلته د پردو د ژبې اوبیان آزادي
د هغو د مداخلې ، غصب، دین او ایمان آزادي

[برېت اړول ] ځان بهادر ګڼل،[ برېت تاوول ] د شجاعت ښوول، [ د بېزو پر هار ځنی جوړول] کار نور هم مشکل ول ،[ له بیې اچول ] خرابول،[ خر په خر ګردانه] بی نظم او قانون کار

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery