مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2013-07-17   مخپرونکئ : 098 - دبېنوا اداره - کابل

ادى مي هم مكتبي شوه

سید تمیم بهار

 

 

واه واه مكتب جارى شو
 
دادا ورته راهي شو

 وايي چه سړي وړونكود څه لاس ته راوړني په خاطرپه غلطۍ سره كوم خوارهندو اختطاف اوپه مخفي ګاه كي د ځانه سره يي قيدوي. كله چه هغووليدل چه دهندونه څه نه بوديږي اومعضي يوډوډۍ خوراواضافه باردي. غواړي چه رخصت يي كړي.كله چه هغه رخصتوي پرته د وهلواوټكولونه دسركلولواوسنتولوسزاو سره يي خوشي كړي.

كله چه هندوكورته راځي ښځي ترينه په خپله ژبه پوښتنه كوي چه كيا حال هي؟

هندوپگړۍ له سره لرى اوپرتوګ ورته كښاوي اووايي: حال مت پوچو، ديكهـ، يي حال هي ويي احوال هي. 

دپنجشنبه د ماسپښين موده وه چه يوناڅاپه په ښاركي درزهار، شوروهاها اوډزوغپ شو برديمونه راووتل ، پسي ټانګونه راووتل ، په هواكي طياري را جگى شوي چه په يوه ساعت كي يوتكه محشراوسره ورځ شوه...!!

 په ښاركي ټول دوكانونه بند شول اوعام خلك له ويرى ځانونه په منډه منډه خپلوكورنوته رسوى ، ماويل چه څه دي؟ تا هم ويل چه څه دي؟ هرچا ويل چه څه دي..!!؟ خبره لا معلومه نه ده ! راديوګاني هم غلي دي څه نه وايي. پسي شپه راغله ، شپه هم لا د هماغسي ډزوسره په بي خبرۍ كي تيره شوه. كله چه سهارشو، راديوموونيوله ، په راديوكي انقلابي سوړنى چالان شو اوويلي چه دا مود بابا وطن ، دا مود دادا وطن، په مونږباندي ډيرگران دى انقلاب دى چه لا روان دي...!! غوږونه مونورهم راديوته ورنژدى كړل چه څه وايي!! پسي زياتوي..!!

ستره تياره تيره شوه ستا په سردروباندي ، ښه شوله چه تيره شوه ستا خوارو بچو باندي...!!

 مونږه وويى چه دا خوسمه ده ، دا منوچى هري تيارى پسي رڼا وي يا هره تياره پاۍ لري ، اوس دا وايه چه خبره څه ده!؟

ويلي: چه سلطنتي قصرزياتي نسكورشو، نن د لمړي ځل لپاره په انقلابي هيواد كي د لمر وړانګه څرك وهي. يوچكچك ، هورا...!!

ما ووي چه ښه شو، تام ووي چه ښه شو، ټولو ووي چه ښه شو، د ښه كارپه كيدوسره بي دريغه خوشالياني شوي...!!

پسي جوته شوه چى انقلابيانوقدرت ونيوه اود قدرت په نيولوسره يي ټولى چوكۍ ګانى او ټول مهم پوستونه يي ځانته كړل. بيطرفه خلك يي ټول ايسته اوپه كورويي كښينول...! دكتاتوري پرولتريا اعلان شوه ، د دكتاتوري پرولتريا اويا د تاريخ پرشا نه تلل ترعنوان لاندي هرڅه به يي په خلكومنل اوپه خوا كي د خلكونيول ، نيول شروع اوزندانونوته واچول شول ، اوپرله پسي په انسان وژني هم پيل وشي.

هررنگى فرمانونه رنگه اوتوروسپين چي د وخت اوزمان سره يي تطابقت نه كاوه اوهم د محيط اوجامعى سره هيڅ سازش نه درلود را ويستل شو!

څرنګه چي هرشي ځانته وخت اوځانته اصول لري. اما ددوي فرمانونه ، نه وخت لري ، نه زمان لري اونه اصول، ځكه دوي په خپلوشعارونوچه زمونږپه يوه لاس كي فرمان اوپه بل لاس كي موكوتك دي اتكا كوله.

د جمله فرمانونوڅخه يوفرمان د بيسوادۍ فرمان ؤچه ګويا په مملكت كي بايد څوك بيسواده پاتي نه شي. ښځي دي كه نارينه ، واړه دي كه زاړه ، هندودي كه مسلمان دى ټولوته د بيسوادۍ كورسونه ايجاد شوي دي تعقيب اوزده كړه د وكړي.

اګرچى سواد ښه شۍ دي زده كړه په ښځه اونارينه فرض اوضروري ده خوزمونږخلك او زمونږكلتوردا نه مني چه ددوى ښځي د مكتب ته لاړي شي اوكورسونه د تعقيب كړي. چي په همدي وجه دښارنه دباندي په كليواوباندوګي د بيسوادۍ كورسونه له سره ايجاد نه شول.

كله چه د بي ځايه فرمانونوايجادول اوپه زوره په خلكومنل ، همدا رنګه د خلكونيول ، بنديانول ، وژل اوداسي نوربعضي ناوړه كارونه چي دخلكود منلووړنه ول زياد شول، نوله دي كبله خلك تيښتي ته مجبوراوهمسايه ملكونوته اوپسي غربي ممالكوته يي پناه ويوړه اوبيا زيادتره خلك د مفكوره وى په لحاظ په قيام اوپه مسلحانه چريكي جنګونولاس پوري كوي. په دي جريان كي مخالفين ورو، وروقوي اوانقلابيون پسي كمزوري شي...!!

كله چه دمخامخ جنګ كولوساحه سره نژدى شي. بيا دواړه خواوود لودسپيكرونوپه درلودوسره د جنگ په منځ كي يونيم تبليغي جنگ هم مخ ته بيايي اويوبل ته د تسليميدو بلنه وركوي.

د يوي شپي د جنګ په  ترڅ كي چه كله د ټوپك ډزى بس شي بيا د هغه لودسپيكرونوپه واسطه په تبليغي جنگ شروع كوي، په سركي ځني سپكي اوسپوري سره ووايي اوور پسي بيا نورو خبرواواتروته ادامه وركوي چه د خبروپه جريان كي داسي معلوميږي چي د دواړوخوا غږونه يوبل سره آشنا دي.

د تصادف له مخي دوه كسه سره د يوه كلي اوسره هم صنفيان وي چه يوپه بل غږكوي چه وا سړيه ته خوتورجان نه يي؟

هغي بل ووي هوزه تورجان يم، اوته خوبه ماڼوګى نه يي؟ هوزه ماڼوګل يم...!!

د ماڼوګل اوتورجان ګيلي اوقصي شروع شوي. په منځ د خبرواوقصوكي تورجان د انډيوال نه ګيله من شوچه تا ولي انقلابي دولت پريښود اود مخالفونوسره يوځاي شوي. هغي ووي: كه زه ديخوا نه واي راغلي اودوي سره مولاس يوكړى نه واي نواوس به دى ادى په پنځم صنف كي به وه.

     نوانقلاب ، انقلاب نه شوتمام خلك درپه دربي وطنه په پردي ملكونوكي پريشانه ، اوآواره ژوند لري. اوهلته نه ادي د درس نه پاتي شوه ، نه ابا اونه دادا..

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery