دخپریدو نیټه : 2013-07-19 مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل
وطن باغ
اټک يوسفزی
زندانونه دومره ډک شوي ول چې نور نو په کې د نوک د منډلو هومره تش ځای نه و پاتې ښوونځي ټول تش ول هيڅوک نه ورتلل نو ځکه حکومت اړوت چې بنديان ښوونځيو ته ولېږدوي په دولتي تشکيلاتو کې ورو ورو د ښوونځيو نومونه د زندانونو په نومونو واوښتل ،په همدغه ورځو کې نوی ښاروال راغی زوړ ښاروال په دولتي عايد ځانته داسې شخصي قصر جوړ کړی و چې د دولت د مرکزي زندان نه هم ډېر لوی او مجهز و٠
نوي ښاروال لومړی کار دا وکړ چې ټول بنديان يې له ښوونځيو نه د زړوښاروال قصر ته راولېږدول او دويم کار يې دا و چې ټول خلک يې راوغوښتل او د وطن باغ په نوم يې په يوه خورا ښه او حاصلخېزه ځمکه کې په ټولو يو يو د مېوې بوټی وکاره او پخپله يې هم شل ونې وکرلې، وخت و او په منډه تېر شوښاروال کال ته بيا ټول خلک راوغوښتل او وطن باغ ته يې بوتلل په وطنباغ کې يوازې شل بوټي شنه، منظم او له مېوو ډک و پاتې نورې په سلهاوو ونې وچې، ګډې وډې او بې ثمره ولاړې وې٠
خلک ټول خپه، خجالته او حيران شول،هوښيار ښاروال په نزاکت پو شو او ژر يې خلکو ته وويل وګورئ زما د شلو نيالګو او ستاسو دسلګونو بوټو او نيالګو څومره توپير دی دا ځکه دی چې تاسو نيالګي وکرل او نور ترې په خپله مخه ولاړلئ ، تاسو خپل يو يو نيالګی ونه پاللو او ما خپل شل نيالګي وپالل، خصمانه مې کړل نو ځکه سم، منظم او مثمر شول دا يوه عملي بېلګه وه چې ما يې تاسو ته ښودل غوښتل که موږ هر يو خپل اولادونه لکه دا شل نيالګي ورزوو نو په څو کلنو کې به د ټولو زندانونو دروازې خلاص پرتې وي او يو بندي به هم په کې پاتې نه وي ، د هر چا باغ به دومره مېوه ولري چې د بل دغلا او مينت نه پرې خلاص وي نوکه پخپل کور کې باغچه،مېوې او خوشالي غواړئ نو همدا نن د ښوونځي دروازه پرانيزئ او د زندان وتړئ٠