دخپریدو نیټه : 2013-08-11 مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل
د یوشتمې پیړۍ متلونه - درېیمه برخه
محمود نظری
طنز
*یو سرهغه هم خپل سر زنده باد
*يا خپل کور يا خپل دفتر
*یوه خطا ،دوه خطا نور ... لس خطا.
*جار شه هغه ورور چې له ډمانو اخلې په زوره پور.
*وروري به كوو حساب به نه منو
*هر چا ته خپل وطن زندان دی
*یوه سترګه په دنیا بله سترګه هم په دنیا .مه اوره د ملا
*یو ویل کور مې تر تا جار ، هغه بل ویل قواله یې کومه ده
*یو واري د یار پسې ګرځه چې پیدا دي کړبیایې رنګ هیروه
*سل کوه دچا مه اوره .
*یویې غل او بل یې هم غل
*هوښیار سړی ځانته دښمن لټوي
*یو ښار او سل یې نرخه
*یار د یار د پاره څښي ویسکي
*هر خر کار خپل پلار ښاغلی بولي
*میړونه دیبان دي، ښځې یې شاپیریاني دي
*سپېتانه په سیالي ده
*ميړونه يو ځل مرۍ، خو نامردان هم یوځل مري.
*مرګ هم ځوان او بوډا ګوري.
*ميږي چې واک دار سي وزرونه پیدا کړی
*مړی چې خدای شرموي ، په ډکه خیټه یې مړ کړي
*مار د چپنې په لستوڼی کې پټیږي
*مار چې موړ وي لا څنګښې خوري.
*مېړه مه مړ کوه ، خو مېړانه يي وژنه !
مېړونه غرونه دي ،ښځې يي پر سرلارې دي
*نرمه غاړه توره نه غواړي
*نن په تا صبا هم په تا .
*ننګ د کور په شځو کیږي .
*ننګ له میړو لاړ شرم له ارتینو.
*نه شرم نه حیا لعنت په با حیا .
*نیستي د میړو قدر ډیروي .
*نیستمند حالاتو کړې سپی امریکا کړې .
*نیکان په بدیو نه مړیږي .
*نیک عمل به دی رسوا کړي بد عمل به دی پاچا کړي .
*بدی برباد مدال لازم .
*نوې رییس ته هرمامور ببوزی وهي .
*نا پوه دومره پر ځان نه کوي لکه پر بل .
* له وږي چاپوښتل څلو ر اوڅلور څو کيږي ؟ ويل یې له لوږې مې حساب هیر دی .
*غل په خپله خواري نه شرميږي
*د يوه لاسه په چپلاغه څوک خوږوی .
*له وچو سره لانده په سختی سوځي .
*لاس چه مات شی پلستر کیږي
*له بدکرداره ځویه ښکلې ارتينه ښه ده
*له خپل ټغربهرپښې غزوه.
*کرزی به خپله چپنه بدله کړي، خو عادت نه .
*عبدله د عبداله په پسې ځي .
*مفت شرات فهیم هم څښلي دي .
*پلاستکي منګی کله ماتیږي .
*موټی نمونه د خروارکله کیدای سي
*میلمه د کور د ماشومانو نصیب خوري .
*ملا ځان هير کا او بل ته یې مسلې کا.
*مار د ځان له ډاره خولې اچوي.
*بې وخته میلمه ړوند وي
*مينه دژوند بلا ده.
*مینه په تلو راتلو کمیږي
* وږی مین ګل ته د اوښ په سترګو ګوري .
*ما په بیابان غوښتې په ښار کې دی څه کوم
* مين نه يم درواغ نه وایم
* چپلاغه په یو لاس وهل کیږي
*له ښاره مه و ځه خو له نر خه وځه.
* له بارانه تښتېدم ،تر ناوې لاندې مې شپه سوه.
*لوی مې مه کړه لويي راکړه
*دوست هغه دی چې په سخته کې دې په ښه درنه شي .
*دښار دروازې نه تړل کيږي دخلکو خولې تړل کیږ.ي
* ددوستي زنګوله له ليرې ښه خوند کوي
*د اورغوي تڼاکه درد لري
*رنګ مې ګوره حال مې پوښته.
*روغ صورت دکرزی ټوله پاچاهي ده.
*رنګ یې مه ګوره خوند یې مه ګوره .
*ړوند هیڅ څوک نه ویني
* ړوند له خدايه څۀ غواړي ، بل ړونډ!
*وکیل دواک په نشه مست وي دچا نه اوري
*سړی دوه رنګه ، جامه یې یوه رنګه .
*چې کاروان تیریږي ، سپی تراپي
*سپى چې لېونى شي سیده ځي
*عقل دی آسمان ته رسي او سر دی د فهیم تر پښولاندې دی .
*سړی په منصب سړی دی .
*سړی په بد خوی او سپی په ښه خوی ښه ښکاري .
*سړي ته ګوره سوال مه تری کوه .
*سړی چې زوړ سي د رنځونو پری زور سي.
*رشوت خور د رشوت خور په مرض پوهیږي .
*غل دغل سره جوړیږي .
*سیالي مې دغلو سره کوله کور مې ودان سو.
* دشپې پسې بله شپه سته .
*شرعه ظاهرته نه ګوري رشوت ته ګوري.
*شریکه ښځه ښه نه ده تقسیم اوقات غواړي
*شرميږي هغه چې په شرم نه پوهيږي٠
* ښۀ خوی به دې حيران کړي بد خوی به دې سلطان کړي.
*ښه پوهه د دین او دنیا زلت دی
. *ښځې مرکو ته ځي
*بد دوست په ښه ځای کښې معلومیږي
* کرزی چې دزړه كوي بې سو اده ته وزارت وركړي .
* جنۍ هلته جنۍ شي چې دمنګي دسپرولو شي.
* چې کر زی دزړه وكړي په تروو كې هم كوچ ساتي..
* چې ښځه شي بې شرمه پر ميړه سپریږي
* دښځې ژړا دمكر خندا ده.
* دسپينې خولې ياران ډیر دی
* دلور تور مخ ته یې مه ګوره دمور سپین مخ ته یې ګوره.
* ښځه د شپې په کالو درنه ده
* ښځې ته حال ويل په رادیو کې اعلان دی
* ښځه كږه لښته ده ماته به يې كړې خو سمه به يې نه كړې.
* ښځه نه تخت غواړي نه بخت دميړه وهل سخت غواړي
* دنن انجونې دخوړ كاڼي دي يوه اچوه بله اخله
* ښځه دشيطان لومه ده.
* ښځه په كالو اوزرو نه درنېږي
*غوټه چې پۀ لاس نه خلاصېږي غیچي یې کړه
*غویان چې ډیر شي قصاب مرداریږي!
*که تا ويل چې زۀ يم او ما ويل چې زۀ يم ، هم به تۀ هم به زۀ يم.
*اوکه تا ويل چې تۀ يې او ما ويل چې تۀ يې ،یا به ته یې یا به زه یم
*کار چې بې استاده وي؛ هغه با بنياد وي.
*کار ګران دى خو پيل يې اسان دى*که ځان په عذابوي له عقلمن سره آشنایي کوه .
*چې دښمن هر څومره قوی سي خواریې بوله .
* کارغه د زرکې تګ کاوۀ قفس یې ځای سو
*که ولي نه يم ضیا خو يم.
*كه عزت غواړې ظلم کوه
*کوم کار چې پۀ صلاح وی ډک له بلا وي.
*کوڼ نه خاندي.
*کوتره له کوترې سره او باز له بازه سره جنګ کوي
*کوږ بار اخیر تر مزله رسي.
*که نن پر ما سبا هم پر ما.
*که جنګ نه کوې لکۍ ببره مه نيسه.
*کُلاله وکړه ،خپله سياله مه کړه.
*ګيله له هیچا نه کېږي .
*گلان بې خاره وي .
*ګټه په چالاکي کیږي .
*ګټه په ګټه کیږي .
*ګیله له ماره ده نه له یاره .
هرگنجى ډاکټر مه بوله
*له غرونو لوېدلي به مړ سي ،خو له زړونو لوېدلي ژوندی پاته سي!
*له کلي ووځه خو له ښاره مه وځه.
*لاس پښه پیژني .
*لمر په دوو ګوتو پټیږي .
*لور له موره زوی له پلاره معلومیږي .
*ښځه چې زړه شي خوړینه سي
*اصيله ځان دي کچه کئ ، چي کرزی سره دی ځان اخته کئ
*پارلمان اخيستی دکرزي چپني ته لاس اچوي
*تربور ته بې وروره مه سې ، ورور ته بې زويه ، پلار ته بې موره. کرزی ته بې فهیمه
*ټول عالم غنم کري زما لالی وربشی، کرزیه ستړی مه شی.
*ټینګ سرونګونه غرونه ماتوي .
*ترصالحه اولاده نیستي ښه ده.
*تر پراته زمري گرځنده ګېډړه ښه دی.
*خلک په ليوني پوري نه خاندي ، ليونی په خلکو پوري خاندي
* لور يې خوږه مور يې ترخه زوي يې پاك حرامزاده
* لور دمور په كوڅې شرمیږي زوي دپلار په پټكى
* مينځه چې توده سي هماغلته ويده سي
* ناوې په خوله هى هى لري په زړه ګوړې ماتوي.
پړ مي که *مړ مي که
*بیله دې چې اړ سې ، و خره ته وایه بابا
*اوبه د لاندې خړيږي
*پوه سړی تر خپلي کمبلې پښې تېروي
*په خپله مې پاچا کړې ځان ته مې بلا کړې
*رښتیا ویل ګناه لري
*ځوانه ښځه دميړه خوا وهي. سپين سرې د زوی
*چې په سر يې ګرزوې پر سربه دي غول وکړي
* ښځه دښامار جنګ ته تياره ده.
*د لور اومور جنګ تر واده دی
*په وطن کې یې امنیت نسته ، نوم یې امنستان دی
*پر موږ یې ټاکل دي ، لیري کول یې پر خدای دي
وټ ، په کارتونو کيږي *
تور سپی تر اوزګړي په بيه ګران خرڅېږي *
* دټر ټر دي پاچاهی ده ، دنورو دسترخوان په ذرو دی روزی ده، ستاګوز ته ارباني ده
*جار دي سم لوچکۍ ، چې هم سپر يې هم ګدۍ
*دمچ جنگ تل د پک په سر وی
*زه گورم وتاته ،ته گورې وماته. خلک ټوله ګورو مااو تا ته
*سر خريلې ښه ده نه ږیره خریلې
*ماما چې جيب ته لاس کړي خوریی یې پلار ته وایې غلا یی کړه
*د ارګ وزه تل د کلیو ليوه ته ښکنځلې کوى .
*ارزانه هر وخت نه پیدا کیږي ، ګران هر وخت پیدا کیږی.
*اوبه چې تر سر تيري شي، لامبو کوه! .
اورته چى نږدې کيږي یا به تودیږې یا به سوځيږ ې.