د افغانستان لپاره کرکټ د سولې نوم دی، کرکټ وو،چې ولسمشر کرزي په ارګ کې ننداره کولو،طالبانو لوبغاړو ته د بریا پیغامونه استول،له هغه کوره چې د حالاتو له امله یې کونډه او یتیم لري په کور کې بې وروره،بې خوره او بې میرمنې د غمونو ډک ژوند تېروي،هم د کرکټ له امله په هېواد کې د راغلیو سپرلیو یې د شونډو غوټې پرانستې او موسکه یې ورته بخښلې ده.
دا به منو چې کرکټ په انګلستان کې رامنځته شوې او موږ له پنجابستانه راوړی،خو نقل ته هم د عقل ضرورت شته، که مو په کرکټ کې ورڅه زدکړه کړې،خو موږ هم د نړۍ یو هېواد یو، موږ که جګړې کوو،سنګرې لرو،غرې لرو،تورې لرو،هنر هم لرو،ادب هم لرو،سیاست هم لرو او ان لوبغالي او لوبغاړي هم لرو،چې تر ټولو مخکې ده.
ښه وه،چې لمر وو،د فوټبال ملي لوبډلې شغلې یې په ټول افغانستان کې خپرې کړې،خو دا شغلې یواځې د اسیا د یوې برخې څخه خپریدې،خو بیا هم ښه وو، د ملي لوبډلې د لوبغاړو ستاینه هم په پښتو او هم په فارسي کیده او دا زیری یې ورکولو،چې ملي لوبډله ده نه د فارسیوانانو لوبډله. د فوټبال اتلولي شوه،خوشحالي شوه،انعامات شول،ستاینې شوې،بدرګې شوې،دا هر څه د ټولو افغانانو لپاره د خوښۍ لمحې جوړې شوې،دا خبره به د تعصب له مخې نه کوم،تاسې به هم راسره هو کوئ،چې د فوټبال ملي لوبډلې ته د ټولو انعاماتو کمپاین دري ژبې مشرانو وکړ او زموږ پښتنو یې ملا ور وتړله،دا په داسې حال کې وه،چې فوټبال لوبډله مو تراوسه بشپړ اسیایي لوبو ته هم لاره نده موندلې . د کرکټ ملي لوبډلې هم وړاندې ازموینه درلوده،دا ازموینه داسې وه،لکه د دریم ټولګي زده کوونکي څخه د کانکور ازموینه اخلې او د ناکامیدو په ترڅ کې د وژلو وېره هم وي،دولس کلن افغانستان د سل کلن کینیا سره لوبې شوې،داسې لوبې که ماتې وخوري نه نړیوال جام ته په لارو موندلو کې به ورته لوی،لوی خنډونه راولاړ شي.
افغانان هم لیواله وه،چې د کرکټ ملي لوبډله هم د فوټبال ملي لوبډلې په څېر وګوري،خو بدبختانه لمر پخپل ځان وریځ راخوره کړه او داسې ښکاریده چې دغه اغیزناکې شغلې به پر افغانانو خپرې نشي،خو شکر یک وو،چې کرکټ وو او دغه لمحې یې ټولو افغانانو ته ورسولې،هم په فارسي او هم په پښتو ژبه . د یک او کرکټ زحمتونه زیات وو،خو ستړی یې لوبغاړو او کارکوونکو پوره کړه، که حمید ویکټ اخیسته نو له یکه مو لیده،که بیراغ مو راپیدو نو له یک مو لیدو او که د لوبغاړو چشن وو،هم له یک څخه وو، هو خوندو،چې یک وو، او کرکټ وو.
رښتیا دلته یوڅه کم دی،هغه د ولسمشرۍ کاندیدان چې په لسګونه میلیونه ډالر لري،په کمپاینونو یې لګښت کیږي،باید ملي لوبډلې ته هم سترې سترې غونډې جوړې کړې،هم به کمپاین وشي او هم به نازونه .
خو که دا پښتانه مشران وي،لکه چې دا کار هم ونشي خو شکر فارسي ژبې هم ولسمشرۍ ته ولاړي دي هغوی دې کش ورکړي تر څو هم خرما او هم ثواب ترې جوړ شي .