دخپریدو نیټه : 2013-10-27 مخپرونکئ : 098 - دبېنوا اداره - کابل
دا ښځه په کې ده
اټک يوسفزی
ګيس ماما په دې بدنام و چې ښځو ته به يې ډېر کتل هره ښځه به چې پر لاره تېرېده نو ګيس ماما به لاروۍ دپښو دنوکانو نه نيولې دسر تر ويښتانو له خپلو کونجکو کونجکو سترګو ويسته همدا پخه تجربه وه چې ګيس ماما به د لوی ټيکري او بورقې لاندې هم هره ښځه ښه دقيقه پېژنده او بېخي لږ داسې پېښېده چې دګيس ماما د پېژندنې نښه او تير دې خطا شي٠
نن عجيبه ورځ وه يوه دنګه او نرې بورقواله ښځه د ګيس ماما له مخې تېره شوه ښځې دوه ، درې ځلې ګيس ماما ته وروکتل ګيس ماما ډېر حيران شو دا لومړی ځل و چې يوه دنګه بنګه ښځه ورته په ځير ګوري ګنې د کلي او کوڅې ښځو خو ګيس ماما پېژنده او ټولې ترې په وېره او په غلا تېرېدې٠
ګيس ماما د زړه نه ښه سړی و خو د سترګو عادت يې هسې بو بلا کړی و٠
ددنګې ښځې ورکتلو دګيس ماما زړه او خواهشات په دوه جالو کې ورلاهو کړل ٠
ګيس ماما سل په سلو کې په دې باوري و چې دنګه ببو ددې کلي او کور نه ده . دګيس ماما يوه زړه ويل چې ښايي کومه مجبوره مور او خور وي او کومې اړتيا په مخه کړي وي او بل زړه يې بيا ګوړه ګوړه کوله او خولې يې اوبه راپرېښودې او په زړه کې يې دا کرل او رېبل چې ګوندې دا دنګه بنګه په کې ده او کار وشو٠
شيطان د ګيس ماما وينه توده کړه او دنګې بورقوالې پسې شو،برقه والې چې ګيس ماما لکه داستخباراتو مامور په ځان پسې نښلېدلی وليد وارخطا شوه او پښې يې په رېږدېدو شوې ګيس ماما نور هم تود شو او بورقه والې دنګې قچرې پسې چابکه شو ، دنګه ښاپېرۍ نوره هم ورخطا شوه ودرېده او بورقه يې وغورځوله او پر ګيس ماما يې ډزې پيل کړې د ډزو سره سم يو دروند غږ شو د کلي ټولې هندارې او دړې ماتې شولې شېبه وروسته پر سړک يو خوا ګيس ماما پروت و او بل خوا فقط د ځانمرګي سر پروت و سترګې يې راوتلې وې او له لوې او ببرې ږيرې يې سرې وينې څڅېدلې٠