دخپریدو نیټه : 2013-10-31 مخپرونکئ : 098 - دبېنوا اداره - کابل
د اوباما لور
اټک يوسفزی
پرون د جابرستان ملکې له يوې اونۍ وروسته د پاچا سره په ټلفون خبرې وکړې پاچا په رخصتۍ ځنګل ته تللی و او د ملګرو سره په ښکار اخته و،دشپې درې بجې وې چې د ملکې په خيالاتو پېريان کښېناستل هر څه چې يې په نفس پښې کېښودې شيطان نه پرېښوده په تخت کې اوښته را اوښه بيا يې بالښت کلک په غيږ کې ټينګ کړ او په پټو سترګو يې پاچا ته زنګ وواهه ، دپاچا د هلو سره سم ملکې د عشق خبرې شروع کړې ، دهرې خبرې سره به يې زګېروي او ستمونه کول او د ټلفون غوږی به يې بې واره ښکلوه او د هرې خبرې پسې به يې تکرار تکرار ويل ته به کله راځې او بيا به هيڅکله يوازې چېرې نه ځې اوف اور مې واخيست په همدې خبرو کې تشناب ته ننوته او يخې اوبه يې پر خپل سر را ايله کړې ، پاچا ويل بل سبا درځم او د پنجشنبې په ورځ بيا امريکا ته ځوو د اوباما سره کتنه لرو، ته دې ځان او زوی تيارکړه چې بيا يوځای ولاړ شو، ملکې کړل اوففف بيا دې تورمخي سره ګورو ، ملکې نور څه ونه ويل او پاچا ته يې ښه وکړه ٠
په سبا يې ملکې خپل زوی ته ټليفون وکړ او د پلار پيغام يې ورکړ ، زوی يې ويل دا څلورم ځل دې چې اوباما موږ خطاباسي هر ځل موږ د فاميلي کتنې او مجلس په نيت ورشو خو بيا ددې لورګانې په کتنه او کور کې نه وي که داځل يې هم لورګانې کور کې نه وې نو زه اوباما وژنم ، شهزاده په قهر داوويل او دمور سره يې خدای پاماني وکړه٠
په پنجشنبه پاچا،ملېکه او شهزاده متحده ايالاتو ته ورسېدل او د ادينې (جمعې) په ماښام د اوباما کورته ورغلل ميټنګ شروع شو اوباما يوازې دوی سره ناست و يوه شېبه چې تېره شوه شهزاده تشناب ته ولاړ او له ښه ځنډ وروسته راووت ، له راوتو سره سم د امنيت کسانو ونيوه او لاسونه يې پرې شاته واړول نازولي شهزاده چيغې کړې پاچا او ملکه وارخطا شول، اوباما دواړو ته وويل : مه ورخطا کېږئ موږ ديوې لوې فاجعې او ترورسټي حملې مخه ونيوله ، ستاسو شهزاده نهيان البهيان سلطان ابن سلطان غوښتل چې ما ووژني ، بيا يې ددوی دټليفوني مکالمو کيسټ چالان کړ چې شهزاده له ټوکو خپلې مور ته ويل چې داځل اوباما وژنم٠