د روغتیا نړیوال سازمان World Health Organization (WHO) د څرګندونو له مخې په هرو 8 ثانیو کې یو انسان خپل ژوند د نشه یي توکو له امله د لاسه ورکوي او دا یې هم په ډاګه کړې، چې تقریباً شپږ میلیون وګړي هر کال د سګرټو د څکولو له کبله خپل ژوند له لاسه ورکوي او د نیم میلیون هغه نورو کسانو روغتیايي حالت خرابیږي، چې د سګرټو لوګي راکاږي.
که دا لړۍ همداسې روانه وي؛ نو تر 2030 کلونو پورې به دا شمېر اته میلیونو ته ورسیږي. دا څېړنه ښیي، چې له سګرټو ډېر اغېزمن شوي کسان به د وروسته پاتې هېوادونو وګړي وي.
ویل کیږي چې په شلمه میلادي پیړۍ کې په نړېواله کچه سل میلیون انسانانو د هغه ناروغیو له امله چې سګرټ زېږولې خپل ژوندونه له لاسه ورکړي دي.
دا څېړنه ښیې، چې سګرټ څکوونکي د هغو انسانانو په پرتله 20 – 25 کاله مخکې مري، چې په سګرټو روږدي نه دي او یا ترې لیري دي.
د سګرټو زیانونه:
په یو وروسته پاتې هېواد کې د سګرټ څکول د ځوانانو له پاره د ویاړ وړ کار ښکاري او فکر کوي، چې په دې کار ښه ښکاري. په دې وروستیو کلونو کې افغان ځوانان او مشران د ګلانو چلم یا قیلون په څکولو روږدي شوي یا ځانګړې خونې لري او یا هم په همدې موخه جوړو شویو ماڼیو ته ورځي او چلم څکوي. په دې خونو او ماڼیو کې د قیلون له پاره ځانګړي میوه یې تنباکو، چې بیلابېل بویونه، رنګ او مزه لري وړاندې کیږي.
څیړنې ښیې چې د قیلون دود لس ځله له سګرټو زیانمن دی.
د دوخانیاتو زیانونه یوازي دا نه دي، چې د زړه او سږو سرطاني ناروغۍ پیدا کوي. بلکې ډېرې نورې خرابې پایلې هم لري لکه: د وېښتانو تویدل، د پوستکي خرابوالی، د پوستکي سرطان، د غاښونو خرابوالی، د هډوکو خرابوالی، د معدې زخم، د ګوتو د رنګ بدلون، د رحم سرطان، د جنسي سلولونو بېوسه کېدل، د ژبې سرطان، د خولې سرطان او ډېر نور رنځونه.
د پوهنې د کچې په لوړتیا او د خبرتیاوو په خپرولو د سګرټو کارول په پرمختللو هېوادونو کې ټیټ شوی او په ډېرو نورو هېوادونو کې د کښته کېدو پړاوونه وهي؛ خو په هغو هېوادونو کې، چې ډېر وروسته پاتې یا د پرمختګ په حال کې دي، د سګرټو کارول ډېر دي، چې علت یی ناپوهې او لږ عاید دی.
څوک چې سګرټ پریږدي، د هغو وګړیو سطحې ته به ژر ورسیږي، چې سګرټ نه څکوي؛ په دې شرط چې د ځوانۍ په وخت کې سګرټ څکول پرېښودل شي.
د ارقامو اخځ: انترنت