دخپریدو نیټه : 2013-11-30 مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل
چوپ شه چوپ شه چي داڅوک اوڅه وايي
اجمل: جماليار
طنز
ړونديم ړوندآوخلګومرسته ړونديم ړوند. وه باباکوم ځای ته دي ورسووچيرته ځې چي ړونديې.ځای ته درسېدومرسته نه غواړم .نودڅشي مرسته غواړې چي دمرستي نارې وهي؟ .اوف ته څومره ناخبره انسان يي ته داپرمختللی دوروګوره اوته تاته وګوره وايم دازمادعکسونومرسته راسره وکړی په لاروکوڅوکي يې راته ټک وهی.ړوندباباته راکه دادڅشي عکسونه دي .حيرانيږه مه ساده سړيه داڅه نابلده عکسونه ندي دازماخپل عکسونه دي .اهوداخوپه ريښتياستاخپل عکسونه دي .ته ودرېږه دالاندي ترعکس څه ليکلي دي ها اهوداخويې ليکلي دي ستاسودارمانونوترجمان،اوتاسو ته دصلحي اوامن دراوستلوزيمه وارکانديدته رايه ورکړئ ترڅوکامياب اواولس مشرشي.
(سابقه قوماندان ړوندوچ ولاړ)
اهوياخدايه داڅه ګورم .وچ ولاړ صاحب داته خوړونديي نوته به چي رايه هم وګټې څرنګه به دا اولس مشري کوې .اهوياره ته ولي دېته فکروړی يې داخودومره مسئله نده ته نه ګوري چي څومره بې استعداده خلګوځانونه کانديدکړي دي نودبې استعداده اوړوندڅه فرق دی وروره خودوی هم تش پرچوکۍ ناست وی کارونه ورته نور کوی اوزبه هم اوبل داچي زه هم يوې استخباراتي شبکې پرملاټکولی يم.