دخپریدو نیټه : 2013-12-05 مخپرونکئ : 098 - دبېنوا اداره - کابل
مدرسه
ا.ج
ياالله روپۍ روپۍروپۍ اي زماخدايه ته هم داسي چاته روپۍ ورکوې چي هغه ورته هيڅ اړتياهم نه لري زه هره ورځ درته دانارې وهم چي روپۍ خوروپۍ ته زمانارې اورې هم اوبياهم راته روپۍ نه راکوې هره ورځ په دې اړه نوی نوی سوچ کوم خو کومه ګټوره پايله يې نه راوزي اوس هم دلته ناستيم اوپدې اړه يونوی فکرکوم.روپۍ روپۍ آه :بس بس داسي کارکوم چي داسوچ موچ پسي پرېږده ځم لمانه يومشرسړي سره داخبره شريکوم چي څنګه وکولی شم چي روپۍ ترلاسه کړم .اهو، زنګن لالاته ځم اوپدې باب ترې پوښتنه کوم .ته صبرچي دسرای په وره کي ورغږکړم لالاو زنګن لالاو.هآوڅوک يي درغلم او،هو،ګړابه ته خدای دي خيرکړي څنګه دي دېخواپېښه کړېده خيرخودی .هی .لالاخيرله کومه دی ته ماوينې چی نه مي په کورکي قدرشته اونه په کلي کي څوک مي کوږوږبولي ،څوک مي ګړاب بولي څوک مي څه اوڅوک مي څه .نوزه څه خدمت وکړم ؟زنګن لالاماويل که ته يوه نېکه مشوره راکړې چي څه وکړم چي ياخومي په کورکي قدرپيداشي اوياپه کلي کي .وی تاته داچل لانه درځي ؟لالاپرمابه دي ډېراحسان وي که دي داچل راته وښود:هلکه ګړابيه داسي وکړه چي اوستازخويې چي يوشی دروښيم نوچلولای يې شې ؟آه هولالاوايم ماته يې پرېږده که بلاراته وښه يې لابه يې لکه رکشه داسي وچلوم .هاهاهاها.نوداسي چل وکړه چي يوه مدرسه جوړه کړه :::مدرسه : ام، هو، داخوډېرګران کاردی .زوروره ګران کارله کومه دی .ته ماته غوږشه يوه لوحه:،يوڅوخوني،دايې مدرسه. نوزنګن لالاچلوم به يې څنګه خونمي ده زده .اهو،چلول يې هم دومره ګران ندي .يوه دادرس کتابچه،يوه ږيره اويوه لنګوټه.نولالادابه څه ګټه وکړي ؟هآی هآی نوتاته خويې خودخدای :ج: نه درکوي.وايم ماداسي ډېرتارنګي وليدل چي ټوډي خوڅه کوې چي درزن درزن ودونه يې وکړل. زنګن لالا وايم پرخوله دي برکت شه.