مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2013-12-06   مخپرونکئ : 098 - دبېنوا اداره - کابل

مرکه

محمود نظری


 د سیاسي نا کارپوه سره دطنز د خبریال مرکه

 خبر یال :
ستا په نظردقبالې مهر ول څه لري ګټه؟
 که مهر نسي هغه موږ ته وایه څه لري وټه؟
 سیاسي نا کارپوه :

په مهرولوبه یې دبزرګانوسي خورا ګوله غټه
 زموږ دګرانوغلو به ښه غوړه سي کولمه غټه
 هر ورځ به اټنونه وي دکوربه دتلاشي او بمبارد
 دښاغلو مخبرانو به ډیره سي خالصه خادمه ګټه
 همدامحترم غاصبان به وي او غله قهرمانان
 د پردو په پو به ساتي دجنګ دچلم تازه سکروټه
 هر ورځ به وژل کیږي ګناه کاره ښځې ماشومان
 به په انه بانه به چونګې کیږي د پښتانه خټه
 ولس به په چټله کرستالي کاسه کې اوبه څښي
 د هیوادپالو به له یوه سره وي له شرمه خواپټه
 تل به بازسازي وي دنویو جوړ سوو سړکانو
 دیویو زوړ ماجت به سي سپږمه لوټه لوټه
 پیسې به وي را چالانه لکه اوبه د ژرندې
 خلکو ته به یې سي هره قطره جمال کوټه
 لاسلیکول یې یوازې ښوی اوبداصله غواړي
 هیچ افغان نه غواړي داسې حکیمانه پلوغټه
 زموږ غازیان یې خر ویني نه یې ویني کډو
 په زور یې پوهیږي هغه دویتنام جلته جټه
 دلته د ښځو دحقوقو په نامه ده توده دا شخړه
 دهغو په کار ده یوازې د ښځو پښتنه لوپټه


 که مهر نه سي :
که مهر نه سي غله به خپله کړې پښه سپکه
 د خارښتیانو به سي د پرتوګاښه کلکه غوټه
 ددوبی ښار به له یوه سره خراب او تراب سي
 داپنډان به بیا خوار او وچ سي لکه ټانټه
 نوی نظام به جوړ سي د وطن د سکه زامنو
 ورک به سي له وطنه یویو ناسکه ناشولټه
 وايي د دنیا سیاست اوس سوی همداسې
 بریالي هغه، چې سیاست یې وي بیمه چلوټه
 دله ګان کله پوهیږي د آزادي په ژوند او خوند
 هغوچې تل یې ننګولې ده دزورور میلمه خوټه
 مهر یې یوازې دکلي د پښتون دښمن خندوي
 یوازې بومي او اصلي خلک کوي له هغه نټه
 ناراستو خلکو ته غلامي نه لري څه زیان
 چې زور ورباندې راسي کوي یوه جانانه ترټه
 نه مهر کول یې دډالريانو او مقام لرونکو
 دغاصبو او اختلاسګرو کړې خوله پټه
 ټوله ورځ يې په رسنیو کې دي نارې اوغلبلې
 له وطنه تښتوکه مهر نه سي لوظنامه لمغوټه

 آیا دا لاسلیک کیږي که یا؟
 دا د اوس بزرګان په سلوکې زر مرییان دي
 درواغ وایي دنه لاسلیک ده خبره اوټه
 دا برزګان لکه بدکاره ښځه نازونه کوي
 ته اوخدای کله خوند کوي نخره ګره ګرګټه
 پر موږ ځان کنجوي له خپله میړه څخه خپه
 دکونډې بودۍ څخه کله جوړیږي پیغله چټه

 


 ترټه( ځغاسته)،لمغوټه ( لاس تړلی، سمدستي)، پلوغټه( اړیکه ،تعلق)، خواپوټه ( خواشینی). خوله پټه ( مړېنه ). ګرګټه( سپین سرې ښځه) ، اوټه ( بې معنی خبره

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery