مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2014-01-22   مخپرونکئ : 098 - دبېنوا اداره - کابل

مور هم نه بخښم

اټک يوسفزی
 دسدو شا جنازه لوې بدرګې سره دکلي هديرې ته راورسېده٠
 په هديره کې د ارواښاد ورېرونه ، خورينه ، د ترور زامن ، تربوران او په سلګونو نور خپلوان او کليوال راټول شوي ول٠
 کليوالو او خپلوانو پر سدوشا خاورې راواړولې ورېرونو او خورينو يې قبر باندې د متوفا د نسب شناخته ډبرليک کېښود چې د پښت لړۍ يې تر بېټ نيکه رسېدلې وه . ملا صاحب واعظ پيل کړ د ډېرو عبرتناکو او شرعي مسايلو د واعظ ، تسليت او نصيحت نه وروسته يې خپله وينا په دعايې پای ته ورسوله خو د تقرير په منځ منځ کې يې له حاضرينو په ټينګه وغوښتل چې متوفا ته بخښنه وکړي ، ملا صاحب بېرته پر خپل غوړېدلي څادر کښېناست . د ارواښاد سدوشا زوی راپاڅېد او په درې ژبه يې تقرير پيل کړ : ٠٠٠٠ ستاسو ټولو خپله خوښه چې زما پلار صدرالدين بادشا ته بخشش کوئ او کنه خو زه خپل پلار هيڅکله نه بخشم او زه خپله مور هم نه بخشم ، مور مې د پښتنو د سترې کورنۍ لور غلجۍ ده او پلار مې دپښتنو دلوی ټبر بچی درانی و، موږ په ښار کې زېږېدلي يوو د دې کلي او ښار تر منځ فقط دوه ساعته د موټر لاره ده ، په خپل وطن کې په خپل ولس کې او په کور کې موږ خپله ژبه هېره کړې ده٠ څومره افسوس دې چې زه يې اوس له خپلوانو او کليوالو سره په خپله پلرنۍ او مورنۍ ژبه خبرې نه شم کولای ، ژبه کسبي پديده ده او اولاد يې له خپل کور ، مور او پلاره زده کوي ٠
 پدې کې هيڅ شک نشته چې د والدينو پر موږ بې حسابه حقونه دي او هيڅ اولاد يې نه شي ادا کولای مګر دا يو لوی حق زما او زما د خويندو او وروڼو زموږ دې پلار خوړلی او مونږ يې ګونګيان کړي يوو او دا حق ورته نه بخښوو ځکه چې دا په خپله ژبه شرمېده او موږ يې له خپل قام نه لرې او پردي کړو
Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery