د مانځه د ادا نه وروسته تبليغيانو راټينګ کړلو د دين او اخلاقو فضايل يې بيانول د بيان په منځ کې يې وويل \" د خدای رسول , صلی الله عليه والسلم فرمايي : په دې دنيا کې چې څوک په هر صف او قطار پورې ځان تړي په اخرت کې به هم په همدغه صف او قطار کې ولاړ وي ، د تبليغي ماما دې ارشاد مبارک زه له مجلسه وويستم ذهن مې نيغ فيسبوک ته او له فيسبوکه نيغ په نيغه د محشر ميدان ته ولاړ ، ګورم چې يو څو برېتور ، ږيره ور ، څڼور او خط بريت شازلمي د ښځو او جينکو په صف کې قطار ولاړ دي حيران شوم يوه شخ بريتي ته ورنږدې شوم او پوښتنه مې ترې وکړه ، هغه غريب سرکښته کړ او ورو يې وويل ما د جينۍ په نوم ځان ته فيسبوک جوړ کړی و٠
برېتوره جينۍ ٠