دخپریدو نیټه : 2014-02-04 مخپرونکئ : 098 - دبېنوا اداره - کابل
غنيان لېونيان
اټک يوسفزی
په ټوليز ډول افغانان او په ځانګړي توګه د پښتون لوی ، وياړلی او سرتېره ټبر د اويستايي ، بخدي ، ګندهارايي ، اريايي او افغاني څو زره کلن روڼ او ښکاره تاريخ په دا وروستۍ پېړۍ کې هم د نړۍ په اسمان کې دوه ځلېدلي ستوري ځلولي دي ٠ د جنګ په لمبو کې د ايره شوي ام البلاد ددغو ستوريوو د خيال لوړوالی او د فکر ژوروالی ددې لامل شو چې د نړۍ پر مخ پراته نور قومونه له لرې لرې هېوادونو په فکري او نظري بڼه ددغو غنيانو له فکره رڼا واخلي او په اصطلاح مريدي يې ومني٠
د نړۍ د ادب ، فلسفې او هنر په تاريخ کې تر خوشحال خټک بابا را وروسته غني خان يوازينی پښتون فلسفي دی چې په زرګونو بهرنيان يې د فلسفې ، هنر ، تصوف ، عرفان او د ادب په بېلا بېلو برخو کې په څېړنو او زده کړو بوخت دي او خپلې علمي درجې په کې اخلي٠
خو درېغه چې موږ په خپل لاس او په خپل کاله کې ددغو نړۍ والو هستيو پر شا او تندي د غني لېوني او غني دېوانه ټاپې نه لګولای ؟!!!!!