دخپریدو نیټه : 2014-02-06 مخپرونکئ : 098 - دبېنوا اداره - کابل
بيا وښويد
اټک يوسفزی
پرون جرګې ته پر لار ملک صيب وښويده ورپسې خلکو له خاورو راپورته کړشمله يې ورسمه کړه او په غيږ کې يې ونيوه٠
سبا بيا پر همدې لارې پرونۍ جرګې ته روان ولو ، ملک صيب مخکې او قام ورپسې و چې ملک صيب بيا په هماغه پروني ښويه ځای کې راپرېوته قام بيا راپورته کړ او ورپسې شول ، دوی ولاړل زه ودرېدم او ځان سره مې وويل \" که يو کس دوه ځلې له يوې سوړې وچيچل شي او يا په رڼا ورځ دوه ځلې وښويږي نو خداکه خو هدف ته ورسېږي خپل څادر مې پر اوږې سم کړ او بېرته يوازې راوګرځېدم ٠