مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2014-02-07   مخپرونکئ : 098 - دبېنوا اداره - کابل

سوډر ته رایه ورکړئ (!)

محمود نظری


  

آه! خلکو وګورئ ګبر مسلمان سو
 د پردو پوست پاپي ږیږ انسان سو
 لا یې دامریکا ټاپه په کوناټي ده
 دځنکدن په وخت هندو مسلمان سو
***


سوډر ته رایه ورکړئ (!)

رایې وکړئ چې بیا مو سي غل غدو لیډر
 واکمن موبیا سي دټولو تیارخورولیډر
 دې بیمار دولت ته غوره نه کړئ ښه ډاکټر
 پر ځای یې ورته راولئ ښه باټو کمپوډر
 راولئ هغه چې ښایسته له کاره باسي
 مقرروي بیا د یو قام ټول بوس بادو لډر
 رایې وکړئ چې بیا ټول ځانلیدونکي را سي
 یوازې د پیسو عاشقان وي اود کړو ډر
***
پام چې بیا یوازې سوډر ته ور کړئ رایه
 خوا ته ورنسئ د ډاکټرانجینر او پوه لیډر
 دچرسو اونصوارو کاروباري ښه دي
 آخر نړیوال تجاران کیږي دتریاکو پوډر
 اختلاسګر او قاتلان ترهغو ډیر ښه دي
 هغه چې ځغلوی بهرسیم او دخادو ګاډر
 هغه وزیر چې خپله بودجه نه ده لګولې
 په سپينو یې ځان کاندید کړ بیاسادو ډر
 هغه دغلا اوچور مقاومتي ته ورکړئ رایه
 کمپاین کوه هغه ته چې دی دنفاقو لیډر
 هغو ته دآبادي د لوبې ښه ګینډ وایه
 چی تل یې پنچر وي دننه پړسو بلیډر
***
نورسوډران درایوورکولو لپاره در پيژنم
 مرستیالان یا خپله دانښې لرې بدو لیډر

 دهغو کوڅه وي په سر اوآخر کې بنده
 دکور مخکې ته یې وی د خنډوباډر
 ټول سپاهیان د هغو په ساتلو بوخت وي
 لا وایي کله زه یم سم دخلکو د عدو اوډر
 دمرمیو ضد موټرو کې ګرځي راګرځي
 لس یې نور تر شا روا ن وي د غرتو لبډر
 عمومي سړکونه ورته هر ګړی بندیږي
 پرته له تاونه ګټه نه لري هغه ادوبدو لونډر
 ګوره ! که دي ورنه کړه دې سوډرانو ته رایه
 مړه به سي یویو دا بی ګله په سپي مرګو ډنډر
***
هغه وخت به خلک آباد سي چې تر منځه یې
 ورک سي دا د مقاومت سپی اود مصلحتو باډر

(ډر) لوده، ایله؛(لبډر) بدشکله ؛(اوډر)پناه ، پټ؛(لونډر) اوارګرد؛(لډر) اواره؛ ( پړسو) پرسیدلی؛( سوډر)سرکښته، لټ غویی، بی ادبه، کم عقل؛ (بوس بادو) باټک؛(بدو) شریر؛ (سادو) چالاک؛(ادوبدو) ټنډ، پرسیدلی

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery