دخپریدو نیټه : 2014-02-08 مخپرونکئ : 098 - دبېنوا اداره - کابل
ماته دړه
اټک يوسفزی
د جمعې مبارکه ورځ وه چې د قاتل سره د کتنې اجازه راکړل شوه زه او ملګری مې په بېړه ټکسې ته پورته شولو او مخ پر زندان روان شولو، جومات ته څېرمه وو چې ملا صاحب د لمانځه نه سلام وګرځاوه او د سترګو په رپ کې د جومات دروازه له سلګونو خلکو ډکه شوه ، شور او زورونه ول , نر هغه و چې له جوماته ژر راووځي ، زموږ ټکسي لږ ټکنی شو ملګری مې مخکې سيټ کې پرېشانۍ وړی و ، ناڅاپه له خوبه پاڅېد او چيغې يې کړې ما ژر ورغږ کړ\" څه خبره ده ؟
هغه په نيولي غږ وويل\" زړه مې بوټ ووت ما سکه ويلې چې د زندان دړه ماته شوه او بنديان ترې راووتل٠
ما يې مخ ته کتل تک ژېړ و او ټکې وينه په کې نه وه٠