دخپریدو نیټه : 2014-02-09 مخپرونکئ : 098 - دبېنوا اداره - کابل
په خطبه کې وهل
اټک يوسفزی
دملا د خطبې په منځ کې پام شو چې موبايل يې محراب کې پر مصلې نشته خو بيا يې هم خطبې ته دوام ورکړ او په عينې حال کې يې محراب ته ځير ځير کتل څو وارې يې د ځان ګره ونې په پلمه پر خپلو جېبونو لاس تېر کړ خو د موبايل پته نه په لاس ولګېده او نه پر سترګو٠
بس نور يې د صبر کاسه ډکه شوه او په خطبه کې يې غږ کړ\" واه وروڼو زما موبايل ټليفون ددې محراب نه اوس چا غلا کړ زما يقين دی چې غل لا په همدې صفونو کې دی او زموږ سره به دجمعې لمونځ هم کوي نو زما خواهش دی چې موبايل بېرته راوسپاري ګنې د لمانځه وروسته په جمعه ورته ښېرا او بددعا کوو، په دې کې يو لنډی غوندې صوفي د پينځم صف نه راپاڅېد او د مسجد امام صاحب ته يې په سپکو سپورو پيل وکړ خلکو کښېناوه خو صوفي نه کښېناسته او لا يې پسې تاوو اخيسته او ويل يې تېره اوونۍ زما نوی ساعت د اودسونو په ځای کې ورک شو ما همدې ملاصيب ته په عذر سره وويل چې د دعا نه وروسته زما د ساعت اعلان که وکړي ښايي پيدا شي مګر همدې ملا صيب راته وويل چې مسجد د خدای کور دی او دلته خلک عبادت ته راځي نه غلاوو ته او په مسجد کې د ورکو شويو شيانو اعلان کول مطلق حرام دي او دی اوس دخپل ورک شوي موبايل اعلان په واجب السمع خطبه کې کوي په دې کې له هرې خوا د مقديانو شور او زوږ شو او په مسجد کې ګډوډي جوړه شوه د ملاصيب شپږ کلن زوی وېرې واخيست د ممبر د لاندې نه يې پلار ته رامنډه کړه او موبايل يې ورګوزار کړ٠