دخپریدو نیټه : 2014-02-12 مخپرونکئ : 098 - دبېنوا اداره - کابل
پشه کال
صفی الله باران
په کوچنيوالي کې مې له ښکار سره ډېر شوق و، لينده به مې تل په غاړه ګرځوله، په مکتب کې به مې تل له نګران سره په همدې جنجال و چې هغه به راسره مکتب کې لينده (غولکه) نه پرېښودله، سهار وختي به د چرچڼو بچيو پسې ووتلم، د سهار تر چای څښلو پورې به مې پنځه شپږ چرچڼې بورې کړې وې.
په کال کې يوه مياشت وه چې پشه کال يې ورته ويلې، په دې مياشت کې به له هرې پولې د وزر دارو ميږيو بړبوکۍ پورته کېدله او چرچڼې به پرې جوپه-جوپه تاوېدلې، زما به هم ښه سترګه سره وه، په هوا کې به مې چرچڼې ويشتلې، تر غرمې به مې د چرچڼو ښوروا برابره کړې وه.
دې وخت به ډېر لږ دوام کوه، يواځې اجل نيولو ميږيانو او چرچڼو به په کې سر وخوړه او کوچنيانو به په کې نښه پخه کړه.
تيره جمعه لغمان ته تللی وم، په لاره کې له یوه مشر ملګري سره چې په مسلکي لحاظ تخنيکي سړی و مخ شوم، د غونډې بلنه يې راکړه، حيران شوم چې دا صاحب څنګه په دې سپینه ږيره فرهنګي شو، ژر مې ذهن ته راغله چې د انتخاباتو ورځې را لنډې دي او د انتخاباتو ورځې د پشه کال مياشت وي، يواځې اجل نيولی ميږيان او چرچڼې به په کې سر وخوري او ښکاريان به په کې خپله نښه پخه کړي، له دې اخوا به بيا نه ټولنې وي او نه يې مشران