دخپریدو نیټه : 2014-02-15 مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل
ماشوم او مېخونه
ژباړه: امین عادل
لیکنه: علاء صادق
یو بد خویه هلک ؤ او تل به یې شخړې کولې، پلار یې یوه ډکه بورۍ مېخونه ورته راوړل او لارښوونه یې ورته وکړه، چې په کومه ورځ چې د خپلې غوسې په کنټرول ونه وتوانېدې او شخړه دې وکړه نو د خپلو جګړو د شمېر په اندازه د باغچې په دېواله کې یو مېخ ټکوهه. نوموړي هلک په لومړۍ ورځ پوره ۳۷ مېخونه په دېواله کې ټک وهل. خو کرار کرار هلک په دې وتوانېده، چې خپله غوسه کنټرول او د مېخونو شمېر را ټیټ کړي او ویې کولی شول چې د باغچې په دېواله کې د مخکې ورځې پر تله لږ مېخونه ټک وهي او خپل اعصاب آرام او غوسه کابو کړي. بله ورځ داسې را ورسېده چې په دېواله کې یې هېڅ مېخ ټک نه واهه او خپل پلار ته یې زېری ورکړ، چې پلاره نن په دېواله کې د مېخ ټکوهلو اړتیا پیدا نه شوه.
پلار یې ورته وویل چې له دې وروسته په هغه ورځ له دېواله څخه یو مېخ بېرته را وباسه په کومه ورځ چې شخړه نه کوې. ماشوم د خپل پلار د لارښوونې په اساس په هغه ورځ یو مېخ را ایسته چې کله به یې شخړه نه کوله. بالآخره هغه ورځ هم را ورسېده چې پلار ته یې د ټولو مېخونو د را ایستلو خبر ورکړ. پلار هم خپل زوی تر لاس ونیو او دواړه همغه دېواله ته ورغلل، نوموړي خپل زوی ته وویل: ګرانه زویه آفرین تا ډېر ښه کار وکړ، خو دغه سوړو او غارونو ته وګوره، دا به هېڅکله خپل اصلي حالت ته را ونه ګرځي.
کله مو چې له بل چا سره شخړه راځي او له تا څخه ځینې ناوړه کلیمې صادرېږي نو د هغوی په ذهن او زړه کې همداسې زخمونه را پیدا کېږي، چې بیا هېڅکله نه رغېږي. اوس که تاسې ددې سوړو په لیدو سره دیواله ته هر څومره افسوس وکړئ هېڅ ګټه نه لري. ځکه په تاسف سره دا سوړې نه رغېږي، مګر د ژبې د ګوزار په واسطه جوړ شوي ټپونه تر دې لا ډېر ژور وي.