ټوکی او ټکالی
سپین ږیری دادا یو کتاب سترګو ته نیولی وه۰ او مطالعه یی کوله۰ پدی وخت یو لمسی یی ناڅاپه د مکتب څخه راغللو ۰ او خپل دادا ته یی وویل۰ چی دادا دا کتاب ماته راکړه۰ چی زه یی ګورم۰ دادا یی لمسی ته وویل ۰ ددی کتاب قیمت یوه موچی ده۰ لمسی یی خپل مخ ور وړاندی کړو۰ او دادا یی تری د ډیر شفقت له وجی نه دوه موچی واخستلی ۰ او کتاب یی خپل لمسی ته ورکړو۰نو لمسی یی یوځل په ژړا شو ۰ او خپل دادا ته یی وویل ۰ موچی دی دوه رانه واخستلی ۰ او کتاب دی یو راته راکړو۰ دادا یی ورته وویلو۰ خیر دی بچیهء بل کتاب به درته سبا راوړم۰ لمسی یی دادا ته وویلو۰ زه ستا په خبره باور نه کوم۰ ځکه څو کاله کیږی ۰چی یو بایسکل دی راسره وعده کړی دی۰چی نن یی راوړم سبا راوړم۰ تراوسه دی را نه وړلو۰نو کتاب به ښه راوړي۰ ماته می خپله موچی بیرته راکا۰
( مفتی کیلي )
یوهلک د سرک په سر ناست وه۰ او کیلی یی خوړلی۰ او پوستکی یی د سرک منځ ته ارتول۰ یو بل نفر ورته وویلی ۰ چی کیلی خوری نو پوستکی یی سرک ته مه اچوه۰څوک به پری ښویه شی ۰ لاس او ښپی به یی ماتی شی۰نو دی کیله خور هلک ورته وویلی۰ ګرانه وروره! د همدی لپاره خو د هډوکو ډاکټر راته روپۍ را کړی دی۰چی کیلی یی ته وخوره۰ او پوستکی سرک ته واچوه ۰ځکه چی پدی ورځو کښی می مریضان کم شوی دی۰
(د برکلی ژرنده ګړی)
یو وکیل د خپل څلور پنځه موټرو املي سره د جاده په سرک باندی راروان وه۰جاده کراچیوانانو او ریکشاوانانو بنده کړی وه۰
د وکیل امنیتی کسانو چی هر څومره د موټرو هارنډونه ووهل ۰ لاره خلاصه نه شوه۰ نو وکیل صاحب خپلو موظفینو ته امر وکړو ۰چی ورښکته شۍ ۰او دا بی ادبه کراچیوانان او ریکشا وانان ښه وخرپوۍ۰ موظفین ور ښکته شول ۰ او د خلکو په وهلویی شروغ وکړه ۰ نو په دی وخت کښی یو هو ښیار سړی راغلو۰ او وکیل صاحب ته یی وویل۰ چی لږ ښه یی وواهۍ۰ ځکه چی دوی د وهلو لیاقت لری۰ دا هماغه کسان دی۰چی په یوه خوراک پلوو باندی خپلی رایی تاته درکړی ۰ اوته یی دی مقام ته ورسولی۰ ګندی ته خو د برکلی د ژرندی ژرنده ګړی ویی ۰
(وخت رانه تللی دی)
یو سپین ګیری سړی به شامدام د جنکیو د مکتب شاوخوا تاویده ۰ او هره جلۍ به چی مکتب ته راتلله او تلله۰ نو د ی به سر نه د پښو پوری به د خپلو سترګو څخه ویستله۰ اخر یوی ټوکی ماری جلۍ ورته وویلی ۰ چی با با ځان هم ګنهګاروی۰ او جنکۍ دی هم په تکلیف کړی دی ۰ نو ددی نه ولی واده نه کوی۰ نو سپین ګیری ورته وویلی۰ چی لوری زړه می کیږی ۰ خو وخت رانه تللی دی۰
(چی پیسی می پری تللی نه وی نو خورم یی)
دوه باجه ګان د سیل لپاره کابل ته تللی وه۰ اوپه بیرته راتګ کښی پری لاره د ماهیپر په حصه کښی واورو بنده کړه۰ نو موټر بیرته پل محمود ته یوړلو۰هلته د واړه باجه ګان په سوچ کښی شول ۰چی اوس په دی سخت ژمی کښی د شپی تیرولو لپاره چا کره لا ړ شو۰ نو د ډیر سوچ نه وروسته ور ته ورپه یاد شول۰ چی راځه پلانکی خان کلیوال کره به لاړ شو۰ نو دی بل باجه یی ورته وویلی۰ چی هغه دومره سخت سړی دی ۰ خداخبر چی ځای او ډوډۍ به راکړی او که نه! نو نوموړی با جه یی ورته وویل ۰ چی راشه ۰ یو د وه کیلو د پسه غوښه یو ګیلن تیل او یو من کینو ګان به د ځانه سره واخلو ۰ شاید کلیوال مو خوشحاله شی ۰ اوښه شپه به راکړی۰ نو همداسی یی وکړل۰ د کلیوال د روازه یی ټک ټک کړه ۰خو متاسفانه کلیوال یی لا کورته د خپلی وظیفی څخه نه وه راغلی۰ یو وړوکی شانی زوی یی راووتلو ۰ نو اخستی سودا یی هغی ته ورکړه۰ نو د کلیوال ښځهد ډیری شریفی کورنۍ څخه وه ۰ ډیره خوشحاله شوه۰ نو میلمانه یی خپلی ګرمی کو ټی ته یوړل۰ او د پسه غوښه یی ورته باندی کړه۰ او د چایونو چښل شروغ شول ۰ دادی چی کلیوال کوربه یی راغلو ۰ ګوری چی میلمانه ددی د ملاستی په ګرمه کوټه کښی ناست وی۰ نو ډیر په تریو تندی یی ورسره ستړی مشی وکړل ۰ او چی ګوری ۰ د غوښود یګونه باندی دی ۰ طبیعت یی نور هم خراب شو۰نوخپل زوی ته یی وویل ۰ چی دا ویشتوپ ورته په مهمانخانه کښی بل کړه۰ او میلمانه هعی کوټی ته بوزه ۰ زه مریض یم۰ او بړستن یی د خپل ځان نه راتاوه کړه۰۰ نو دواړه میلمانه هغی بلی کوټی چی ددی کوټی په خوا کښی وه ۰او خبری د یوی کوټی هم په بله کښی اوریدل کیدی۰ لاړل ۰لږه شیبه وروسته ډوډۍ تیاره شوه ۰ او د کور واله زوی او ښځی ډوډۍ مهمانخانی ته راوړله ۰ نو میلمنو چی هر څومره دی کورواله ته وویل۰ چی راشه ډوډۍ وخوره ۰ هغی به همدا ویلی۰ چی زه مریض یم ۰ او د بړستن څخه نه راپاڅید لو ۰ نو بس میلمنو د کوربه ښځی ته وویل ۰ چی ستا میړه خو مریض دی ۰ او ډوډۍ نه خوری۰نو مونږه خو غونډه ورځ په نهاره سره تیره کړی ده ۰ غونډ د یګ راوړه۰ چی ویی وخورو۰نو د کورواله ښځی ورته وویلی ۰ چی ډیره ښه ده ورونو! ټول د یګ به د رته راوړم۰ نو د د یګ پسی لاړله ۰ خپل میړه ته په ټیټ اواز سره په غوږ کښی داسی وویل۰ چی ځوانی مرګ شی ۰ خفه کیږه مه ! ستا تاوان پری نه دی شوی ۰ دا ټول شیان میلمنو راوړی دی۰او ګندی ټوله غوښه به د رنه وخوری۰او ته به وږی پاتی شی۰ نو کوربه په د م سره د بړستنی څخه را پورته شو۰ او ویی ویل ۰ چی زما تاوان پری نه دی شوی ۰ نو اوس یی خورم ۰ نو دا خبری میلمنو هم واوریده۰ نوټول په خندا شول۰
(مینه)
یوه ورځی ځانته ناست اوم ۰ نو د خپل زړه څخه می پو ښتنه وکړه۰ چی په اوسنی وخت د خلکو تر منځ مینه و لی دومره کمه شوی ده۰ نو زړه می راته ځواب راکړو۰ هر وخت چی د چا په زړه کښی د دنیا مینه داخل شی۰ نو د هغی زړه ریښتنی انسی مینه اوزی۰ او ځای بغض او کتنه نیسی۰