ټاکنې دي هر چیرې، مزې دی دچټي برو جشنونو
هر یو ځان ګڼي دخیانت په حساب، له ډرو سوبمنو
هرې خواځړیږي رنګه فېلمي عکسونه پوسترونه
ته چې وایې ولس مین دی دهغوپه مردارو مخونو
پر ستیجونو د ښځو د حقوقو هر خوا نارې وهي
د نارینه حقوق چا وکړي پاته سوه د خوارو میرمنو
په هر محفل کې وریجي غوښې په ښاخۍ بادیږي
محفلونه دي هر یخواته دپنځه ستار رو هوټلونو
ولسه مه ساده کیږه د چوپړتمه کوې له هرغداره
دهغه چې ددښمن میلیونونه لګوي په ټرو ټاکنو
تر اوسه چا داسې خر کس دی لیدلی په دنیا کې
مور زاده غل سي په اختیار کې د سرخروپتمنو
دا ټوله لګول سوي بیرته د ولس له ګیډې باسي
سره دټولو لګښتونو ، ګټواوچندرو سودونو
***
زه یې تررایې ورکولو دې ته یم ډیر خوشاله
ګوندې ورکه سي دا کڅونه د مردارو بویونو
ښه یې دا دي چې خدای اوس دمه خلاص کړو
تر نویو ټاکنو پورې ، له ډیرومردارخورو پمنو
وړونو په پټو سترګو د هغو غوړې مړۍ وهئ
تاسو هم څه زده کړئ له هغو ،ډیرو هیرو خاینینو
رایې هغه ته ورکړئ چې ستاسو پوره په زړه وي
دنورو په خوړو آباد کړئ من تن خنده رو ښادمنو
دا پیسې ټولې وینې ددې غریب خوار ولس دي
ښه چې راووځي له بغل جیبه دلاله رو بدلمنو
هغه کاندیدان چې دنورو په پیسو تجارت کوي
اخیر به ددې وطن بازار چلوي په پردو نرخونو
دا ټوله کاندیدان ددې هیرو نظام چورلنډان دي
مه ختاوځئ په خبرو د دې خېله ککړوپرتوګونو
ددوی ایمان یوازې دی یوازې واک او پیسې
د حیا ټنۍ نه لر ي ډمان سوی د مردارو خوشمنو