مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2014-05-31   مخپرونکئ : 098 - دبېنوا اداره - کابل

زړه او ژبه څومره مهم دي

نثار احمد صمد

 

 

 حضرت لقمان چی د بنی حسحاس مریی و ، هغه ورته وویل چی یوه بُزه حلاله کړه او د هغه تر ټولو ښه غوښی راته راوړه . هغه همداسی وکړه او زړه او ژبه یې ورته راوړل .
څو ورځی وروسته د هغه څښتن بیا ورته وویل چی یوه بزه حلاله کړه خو د هغې تر ټولو بدی او خرابی غوښی راته راوړه . لقمان یو ځل بیا هماغه زړه او ژبه ورته راوړل . بادار یې ورڅخه وپوښتل چی څو ورځی مخکی دې د بهترینو غوښو په توګه همدا زړه او ژبه راوړي وو ، خو نن دې بیا د بد ترینو غوښو په توګه همدا زړه او ژبه راوړل ، دا ولی ؟
 لقمان ورته وویل چی صاحبه ، که همدا دوه شیان ښه وی نو په ټول بدن کی تر دې دوو ښه شیان نسته ، خو که همدا دوه شیان بد سي نو بیا په ټول وجود کی تر دې دوو بد شیان نسته ( تفسیر ابن کثیر ) .
هو ، حدیث دی چی « څوک خپله ژبه وساتی نو له عذابه خلاصون مومی » .
د پخواني چین پاچا داسی ویلی دي : « تر هغه مهاله چی خبره می نه وی کړې نو مالک یې زه یم ، خو کله چی زما تر خولې راووزی نو هغه می مالکه ده . »
حضرت عیسی (ع) داسی ویلی دي : « مؤمن لږ خبری او زیات عمل کوی ، خو منافق ډیری خبری او لږ عمل کوی » .
رسول الله (ص) ابو هریرة (رض) ته داسی وفرمایل : « ..... خورا لږ خانده ، ځکه چی ډیره خندا زړه وژنی . »
حضرت عمر (رض) داسی فرمایلی دي : « د هر چا زړه چی مړ سی ، نو هغه ته د دوږخ اور لازم دی . »
نبی کریم (ص) فرمایی چی « ښه خبره صدقه ده » . او رسول الله (ص) داسی فرمایی : « هر څوک چی پټه خوله وی نو خلاصون ( برئ ) یې وګټیً » .
هو ، نو څومره به ښه وی چی خپله ژبه د چټی بیان ، غیبت ، چغلیو ، اتهام ، پس ګویی ، پیغور ، درواغ او ښکنځلو څخه وساتو ؛ او زړه د ګناه له ارادې او سخت والی څخه وساتو چی پایله یې بری او سرلوړی دی ، انشاالله .
منبع : د لیکوال اثر : ( اخلاقی کنایې ، لومړی جلد ـ ۲۰۱۲ ) ؛ ۳۰۱ ـ ۳۰۲ مخونه

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery