دخپریدو نیټه : 2014-06-18 مخپرونکئ : 098 - دبېنوا اداره - کابل
تسکين
اټک يوسفزی
ډکه کړې مې له اوښکو نه پياله ده
د دردونو زغمل اوس زما نشه ده
د دلبر سترګو کې بحر د کوثر دی
ستا په خم کې د انګور يوه دانه ده
په نظر مې ستا د زلفو سيوری پروت دی
رڼا ورځ ده خو زما پر سترګو شپه ده
ته ما وينې او زه وينمه ستا نښې
ته راګوره خو زما تر مخ پرده ده
د اټک له خاورو جوړ يمه نو ځکه
فرشته زما د شعر هم پښتنه ده