دخپریدو نیټه : 2014-08-30 مخپرونکئ : 098 - دبېنوا اداره - کابل
ښه جمال
سخی انتظار
په سپین مخ باندی دی مه ږده زیاتی خال
بی له خاله خدای درکړی ښه جمال
هیڅ حاجت نشته چه ځان هسی سینګار کړی
ته لری د زرونو ښکار سره کمال
انتظاره ته لږ شربت د شونډو ورکړه
چه په دی امید کښی ګرځی سربدال