ګریو ان ته می د اوښکو قا فلو وکړلی لاری
نن بیا شینکی اسمان ته ښا پیرو وکړلی لاری
سا قی پیا له دی را کړه د غمونو تریخ مها ل دئ
نن خیر که میکدو ته لیونو وکړلی لاری
زا هد به را ته څنګه نصیحت د ا عتکا ف کړی
چی زړه ته مو خلیله ستا کعبو وکړلی لاری
حیرت به ترینه خلاص په څو توبو نشی هیڅکله
چی زړه ته یی د زلفو کمندو وکړلی لاری
جلا د د ژوند به هله په رحیم با ندی ګوزار کړی
چی خیا ل ته یی ازمونه ستا شیبو وکړلی لاری
ملګری بیا کله د اکبر په قدر پوه شی
چی زړه ته یی حا مده څو بڼووکړلی لاری