زه به څـــــــــنګه نه ژړیږم
چی په وچه کـــــــې ډوبیږم
هرانسان سنګاریدل کـــــړي
دغریب دمال خوړل کـــړي
تل یې فکرکـــــــــی دنیا وي
ژوند کې یې شامدام خنداوي
وایی ژوند کې مستي تل کړه
دهرچافکربدل کـــــــــــــــړه
غم لا څه وي په دنیا کــــــې
درد دزړه نشته په چا کـــــې
دی بې غمه غږلاسي کــړي
د مړې ګیډې پاړسي کـــړي
دی له خـــــدایه نه ویریږي
تل خندا کړي خوشـحالیږي
واورئ وروڼوچې پرسان شته
پس له مـــــــرګه امتحان شته
دهر چاسره حســـــــاب شـي
دښوبدو جوړ کتاب شـــــــي
بس همدغه مـــــــې اعلان و
دامی ځوان زوړ ته بیـــان و
نورموخوښه چې هرکارکړئ
که ګریوان موتارپه تارکړئ
په شلیدلی ګــــــریوان ژاړم
دامې واورئ چې نور لاړم
زه اســـــیروم چې ژړل مې
وم بی وســـــه بس کتل مې