دخپریدو نیټه : 2014-10-06 مخپرونکئ : 128 - دبېنواخبریال - کابل
کرکټ لوبډلې د سپینو زرو مډال راووړ
احمدفیصل
د افغانستان د کرکټ الف لوبډله په اسیایي سیالیو کې د سپینو زرو د مډال تر ګټلو وروسته هېواد ته راستنه شوه.
د کرکټ بورډ ویاند فرید هوتک وايي چې د الف لوبډله پرون له غرمې وروسته په داسې حال کې چې د کابل په نړیوال کرکټ لوبغالي کې یې دولتي چارواکو، د کرکټ بورډ مشرانو او د کرکټ مینه والو هرکلي ولاړ وو راستنه شوه.
د افغانستان کرکټ بورډ عمومي رییس شهزاده مسعود چې له الف لوبډلې سره سوېلي کوریا ته تللی وو، په هوایي ډګر کې پژواک ته ویلي چې د الف لوبډلې لوبغاړو په اسیایي سیالیو کې ډېره ښه لوبه وکړه او د سپینو زرو مډال یې ترلاسه کړ.
هغه زیاته کړې چې که څه هم په دې سیالیو کې د بنګله دېش پیاوړې لوبډلې هم برخه اخیستې وه، خو هغوی درېیم او افغانستان دویم مقام خپل کړ.
مسعود په دې سیالیو کې د ځوانو لوبغاړو د لوبې ستاینه وکړه.
د اسیا د اولمپیک سیالیو د کرکټ په لوبو کې افغانستان نیپال او هانګ کانګ ته په ماتې ورکولو سره پای لوبې ته لاره موندلې وه، خو پای لوبه د سریلانکا په بریا پای ته ورسېده.
په دغو سیالیو کې سریلانکا د سرو زرو، افغانستان د سپینو زرو او بنګله دېش د برونز مډال ترلاسه کړ.