تنکی هیلی یی د ځانه سره یو وړی
قدسیه د جنتونه میلمنه شوه
مور او پلار یی انتظار وه و راتلوته
چی روانه یی و کورته جنازه شوه
تنکی خور د ډیرو هیلو سره ولاړه
کورنی ته یی ورپاته خاطره شوه
د جنت په لور یی وړی دا د ګل پاڼه
فرښتو سره یو ځای شوه او ستنه شوه
غم ماتم نن د افغان ګریوان نیولی
د یو بل افغان د کور مړاوی ډیوه شوه
ای خزانه موږ ستا کوم بابا وژلی
چی زموږه په جونګړه کی ستا شپه شوه
خدای ته ګوره نور نو لاړشه زما د کلی
نوزادی نوره می ختمه حوصله شوه
کابل: د ۱۳۹۳ کال د عقرب ۲۶ مه