مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2014-11-19   مخپرونکئ : 098 - دبېنوا اداره - کابل

وچې خبرې

اشنا

 

 وچې مه کوه خبرې هیڅ انسان ته
 مداماً دې فکر اوسه خپل بیان ته

 وچه لښته څنګه غوټه ژر ماتیږي
 نتیجه د وچ ویل ده دغه شانته

 که خبرو کې دې حِلم او نرمي وه
 نو ته پوه شه چې دی فکر دی خپل ځانته

 هغه لښته چې وي نرمه نه ماتیږي
 ښه دقیق شه د نرمۍ ګټې او زیان ته

 بد ویل د هر انسان سابقه ښیي
 داعادت یې منسوبیږي خاندان ته

 په کوم بڼ کې چې ګلان او تازهګي وي
 افرین دې شي پیشکش هغه باغوان ته

 لنډه دا چې ښه اخلاق عالي صفت دی
 اشنا دا صفت لازم دی هر انسان ته

 شاعر- ارواښاد سیف الرحمن(اشنا)

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery