دا زړه سوی که زور زياتی دی نه پوهيږم
يار مي خپل دی که پردی دی نه پوهیږم
په لمسه مي تر زړه پوري وري ووځي
دا ګلاب دی که اغزی دی نه پوهيږم
زه ناحقه د دنيا له اوره ځغلم
جوړ په زړه کي مي نغری دی نه پوهيږم
لاس په سوال نيسخم پر وچه باندي ګرځم
پروت په بحر کي غمی دی نه پوهيږم
يا غزل د صديقي ده چي را درومۍ
يا د خوړين زړګي زګيروی دی نه پوهيږم