زما درد درد زندګۍ ته چې سلګۍ ورځارېدله
ستا حسن ته جانانه ښاپېرۍ ورځارېدله
ټوټه څادر يې پورته کړ روان شو مزدورۍ ته
پاچا و چې په شنه سهار مورکۍ ورځارېدله
هغه ؤ په کوڅه کې په زړګي لاسونه ايښي
خو هاغه لېونۍ به په بلۍ ورځارېدله
هر څومره چې ور ځير شومه يو زه ومه يوه ته وې
اسمان کې يوه ستوري ته سپوږمۍ ورځارېدله
هغه کيسه د چا وه يه ملنګه راته وايه!
چې دغه خړ مزار ته لېونۍ ورځارېدله
عادله نوم دې چا ؤ کلک په زړه پورې نيولی
په ډکو ډکو سترګو يوه جينۍ ورځارېدله
۱۳۹۳/۱۱/۶
خپله جونګړه