دخپریدو نیټه : 2015-04-02 مخپرونکئ : 090 - دبېنواخبریال -کابل
د ګرشک ولسوالۍ امنيه قوماندان بمي چاودني وواژه .
لودين
د هلمند ولايت د ګرشک ولسوالۍ امنيه قومندان حکمت الله حقمل تېره شپه د ګرشک ولسوالۍ په ميرمنداب سيمه کې د يوي بمي چاودني پر مهال وژل سوى دى.
د هلمند ولايت امنيه قومندان پاسوال نبي جان ملاخېل وايې چې د دولت وسله والو مخالفينو تېره شپه د ګرشک په ميرمنداب سيمه کې پر امنيتي پوستو حمله کړي وه ، چې وروسته د پېښي ځاى ته د ګرشک د پوليسو مشر هم ځان رسولى وو.
هغه وايې چې د دولت وسله والو مخالفينو په يوه تونل کي ماينونه ځاى پر ځاى کړي وه او د چاودني پر مهال يې حکمت الله حقمل ووژل سو.
د پيښي د مسووليت په اړه وسله والو طالبانو څه نه دي ويلي .