د ارواښاد ډګروال سید نجم الدین آغا د مړینی په مناسبت
د خواخوږی ادبی او کلتوری ټولنی د خواشینی پیغام
متحده عربی امارات - عجمان
۱۴/حمل /۱۳۹۴ -۳ /اپریل/۲۰۱۵
په خورا خواشینی سره مو خبر ترلاسه کړ چی د هیواد رښتنی خدمتګار، نومیالی پوځی افسر اوټولنیز شخصیت الحاج ډګروال سید نجم الدین آغا ددی فانی نړی څخه د ابد دپاره سترګی پټی کړی.
ارواښاد الحاج ډګروال سید نجم الدین آغا یوتګره نظامی شخصیت ؤ چی د خپل ژوند ډیره برخه یی پوځی چارو ته په خدمت کی تیره کړی وه.
د خواخوږی ادبی او کلتوری ټولنی مشرتابه پلاوی او ټول غړی د ارواښاد الحاج ډګروال سید نجم الدین آغا مړینه یوه لویه ضایعه بولی او خپل د خواشینی مراتب د دوی محترمی کورنی، دوستانو او په خاصه ټوګه دهیواد نو میالی شاعر لیکوال اود بینوا پاڼی مشرښاغلی خالد هادی ته وړاندی کوی. ارواښاد ته د لوی خدای (ج) څخه جنت الفردوس، کورنی او دوستانو ته یی جمیل صبر غواړی.
روح دی ښاد وی
جنرال غرزی خواخوږی
د ټولنی مشر