دخپریدو نیټه : 2015-04-04 مخپرونکئ : 128 - دبېنواخبریال - کابل
نورستاني د ولسي جرګې د ټاکنو ځنډول غیر قانوني بللي
احمد فیصل
د ټاکنو خپلواک کمیسیون مشر احمد یوسف نورستانی د ولسي جرګې د ټاکنو ځنډول غیر قانوني پرېکړه بللې. نورستاني ازادۍ راډیو ته ویلي، چې حکومت د ټاکنو خپلواک کمېسیون سره له مشورې پرته دا پرېکړه کړې او د پارلماني ټاکنو ځنډول د ټاکنو د قانون خلاف کړنه ده. نوموړي دا د حیرانتیا وړ بللې چې حکومت د ولسي جرګې د ټاکنو د ځنډولو په اړه کمېسیون سره ولې مشوره نه ده کړې. د ولسمشر دویم مرستیال سرور دانش د تېرې چهارشنبې په ورځ د ولسي جرګې په غونډه کې وویل چې پارلماني ټاکنې به له ټاکلې موده یو کال وروسته ترسره شي.