دخپریدو نیټه : 2015-04-04 مخپرونکئ : 098 - دبېنوا اداره - کابل
غزل
انور کاکړ
څنګه به ځان درڅخه ټول کاندي چی زړه نه لري
څوک چی یوه شیبه هم زغم د بیلتانه نه لري
سپرلی خو دلته د ګلانو غوړیدو ته راځي
هغه د ځان سره په پنډه کي رانجه نه لري؟
دا تماشه ددې موسم خو روغی سترګي غواړي
خو دلته خلک لا هغسي دي باڼه نه لري
موري ته چیرته یې ، وه موري!ستا دعا چیرته ځي
ژوند می بې میني سرته ورسید خواږه نه لري
یو څوک د وچي ویالې غاړې ته له تندي مړ شو
یو څوک په دومره شته سیندونو کي اوبه نه لري
خدایزده چی څوک به وی زما پرې د انور ګومان شو
یو څوک په لاره کی مړ شوی دی او زړه نه لری