دخپریدو نیټه : 2015-04-08 مخپرونکئ : 128 - دبېنواخبریال - کابل
د افغان سرتیري په پروني برید کې ۸ بهرنيو ځواکونه ته مرګ ژوبله اوښتې
احمد فیصل
په جلال اباد کې د یوه افغان سرتېري له لوري پر امریکايي پوځیانو د ډزو په نتیجه کې د ژوبلو شویو امریکايی پوخیانو شمېر ۷ تنو ته زیات شو. مخکې ویل شوي و چې په دې برید کې د حمله کوونکي افغان عسکر په شمول ۲ تنه وژل شوي او ۲ نور ژوبل شوي دي. خو تازه راپور وايي چې په دې برید کې د یوه افغان او یوه امریکايي عسکر د وژل کېدو ترڅنګ ۷ نور امریکايي پوځیان ژوبل شوي دي. دا په روان ۲۰۱۵ میلادي کال کې دویم بهرنی پوځي دی چې په افغانستان کې وژل کېږي. لومړی د جنورۍ په لومړیو کې وژل شوی و.