دخپریدو نیټه : 2015-04-11 مخپرونکئ : 128 - دبېنواخبریال - کابل
د پاکستان پارلمان پرېکړه کړې چې د یمن په مسله کې بې طرفه پاتې شي
احمد فیصل
د پاکستان پارلمان له څو ورځو بحث وروسته پرېکړه کړې چې په یمن کې به د سعودي په مشرۍ د ایتلاف په ملاتړ چې له حوثي یاغیانو سره جنګېږي، پوځي مداخله نه کوي. د پارلمان وکیلانو په لوی اکثریت د هغې پرېکړه په ملاتړ رایه ورکړه چې "پاکستان باید د یمن په مسله کې بې طرفه پاتې شي". سعودي له خپل متحد پاکستان نه غوښتنه کړې وه چې د حوثیانو پر ضد په روان پوځي کمپاین کې ورسره د بېړیو، الوتکو او ځواکونو مرسته وکړي.